Jul 06, 2020 15:40 Asia/Kabul
  • پر امریکا باندې د کوریایي چارواکو بې باوري

په بهرني او امنیتي چارو کې د جنوبي کرویا د ولسمشر سلاکار وویل چي امریکا سره ملګرتیا نه ده پکار ځکه چي باور نه باندې کیږي.

د ساوت چاینا مورنینګ په حواله، په بهرني او امنیتي چارو کې د جنوبي کوریا د ولسمشر سلاکار مون چونګ این د کوریا په وړاندې د امریکا د سیاستونو په غندلو سره وویل چي هیواد یې د امریکا سره د ملګرتیا په اړه شک لري.

هغه زیاته کړه چي امریکا د جنوبي او شمالي کوریا په وړاندې داسي سیاست خپل کړی چي د ګډوډۍ سبب ګرځي.

مون چونګ این همدارنګه د امریکا د ملی امنیت پر پوخوانی سلاکار جان بولتن باندې نیوکه وکړه او د شمالي کوریا سره د ټنشنونو د زیاتېدو مسئول وباله.

د کوریا په ټاپو وزمه کې د امریکا فوځي شتون او نظامي مانورې په دې سیمه کې د ټنشنونو د زیاتېدو سبب ګرځېدلي.

خبر پای/.

 

ټیګونه

کمنټونه