Jul 11, 2020 04:40 Asia/Kabul
  • چین د امریکا هڅې سیاسي دوکه ورکول وبلل

فارس خبري اژانس وايي د چین د باندنیو چارو وزارت ویاند جائو لي جیان د اټومي وسلو د کنټرول په خبرو کښې پیکینګ ته د ګډون ورکولو لپاره د امریکا هڅې سیاسي دوکه وبلله .

هغه پرون په خبري کانفرنس کښې وویل چین د سټراتیژیکو وسلو په هکله له امریکا او روسیې سره د درې اړخیزه خبرو اترو مخالف دی .

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند جائو لي جیان په امریکا غږ وکړ چې د نوي سټارټ تړون د تمدیدولو لپاره د روسیې وړاندیز ته مثبت ځواب ورکړي .

هغه وویل د روسیې وړاندیز ته د امریکا د مثبت ځواب په بڼه کښې د اټومي بې وسلې کولو په خبرو کښې د ګډون لپاره نورو اټومي قدرتونو لپاره شرایط برابریږي .

په همدې زمینه کښې د چین د خارجه وزارت د وسلو د کنټرول مسول «فوسونګ» وویل که چیرې امریکا د خپلو اټومي سلاکوټونو اندازه د چین سویې ته  کمه کړي پیکینګ به د امریکا او د روسیې په اټومي وسله والو خبرو کښې ګډون وکړي .

د سټراټیژیکو وسلو د کمولو نوی تړون «سټارټ» د روسیې او د امریکا ترمینځ یوازنی موجوده موافقه ده چې د  ختمیدا نیټه یې زر رسیږي .

امریکا د دغه تړون د تمدیدا لپاره یو (۱) شرط له دغه تړون سره د چین یوځاې کیدل اعلان کړی دی .

 

ټیګونه

کمنټونه