Aug 04, 2020 15:23 Asia/Kabul
  • په لویدیځې اسیا کښې د امریکا لاسوهنه ترټولو ستره تیروتنه ده

زمونږ خبریال وايي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ومنله چې د لویدیځې اسیا په چارو کښې لاسوهنه د واشنګټن د تاریخ ترټولو ستره غلطۍ ده .

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له اکسیوس(AXIOS) خبري سایټ سره په مرکه کښې وویل د لویدیځې اسیا سیمې ته د واشنګټن د عسکرو استول او د سیمې عربو هیوادونو کښې د امریکا لاسوهنه زمونږ په تاریخ کښې ترټولو ستره غلطۍ ده .

ټرمپ ادعا وکړه زما د ولسمشرۍ په پړاو کښې داسې  زیات کارونه شوي چې د پخوانیو ولسمشرانو په وختونو کښې نه دي شوي او واشنګټن داعش ترهګره ډله له مینځه وړي ده .

د امریکا په دغه مرکه کښې په لنډه موده کښې په افغانستان کښې د خپل هیواد د عسکرو شمیر اتو زرو (۸۰۰۰) او بیا څلورزرو (۴۰۰۰) ته د کمولو خبر ورکړ .

 

ټیګونه

کمنټونه