Aug 06, 2020 12:01 Asia/Kabul
  • ورځپاڼو ته کتنه ۱۶-۵-۹۹

ګرانو او قدرمنو دوستانو له نننيو ورځپاڼو سره ستاسو په خدمت کښې يوو له هر څه مخکې به د تهران چاپ ځينو ورځپاڼو مهمو سرټکو ته ستاسو پام راوګرځوو:

نن د تهران چاپ اکثرو ورځپاڼو د بيروت د دردونکې غميزې په اړه د اسلامي انقلاب د معظم رهبر د خواخوږۍ پېغام راخېستے نو په سر کښې هم جمهوري اسلامي ورځپاڼه رااخلو چې  دغې ورځپاڼې هم په خپله نننۍ ګڼه وليکل معظم رهبر حضرت آيت ا... العظمی سيد علي خامنه اي د لبنان د بيروت ښار په بندر کښې د وړمې ورځې د هېبتناکې چاودنې او غميزې په اړه خپل يو ټوئيټري پېغام کښې د لبنان له حکومت، ملت او د قربانيو له کورنيو سره خواخوږي څرګنده کړې ده او فرمايلي يې دي:  د بیروت بندر د چاودنې په دردناکه غمیزه کښې چی د ګڼ شمیرخلقو د مرګ ژوبلې او د ډیرو زیاتو تاوانونه سبب شوې ده ، له ګرانو لبناني ښاریزو سره خواخوږي څرګندوو او د هغوي په څنګ کښې ولاړ یو .

د اسلامی انقلاب معظم لارښود د دغه پیغام په دوام کښې تاکيد وکړ چې د دغې پیښې په وړاندې صبر به  د لبنان له ویاړونو زرینه پاڼه وي.

ورځپاڼې همدارنګ د بيروت د دغې  چاودنې له امله د مړو او زخميانو د شمېر د زياتېدو خبر ورکړ او وې ليکل: د لبنان د روغتیا وزارت د اعلان په اساس په چاودنه کې له ۱۵۰ کسانو زيات مړه او له څلورو زرو نه زيات  هم ژوبل شوي دي.

ورځپاڼې همدارنګ د لبنان د سرۀ صلیب  دعمومي منشي جارج کتانه له قوله وليکل په دغې چاودنې کې په لسګونو کسان بې درکه شوي هم او وئیل کیږي ،چې ښائي د کنډوالو لاندې شوي وي .په  قربانیانو کښې په لسګونو بهرني وګړي هم ترسترګو کیږي .په وژل شویو کسانو کی یو پاکستانې ماشوم هم شامل دے .

ورځپاڼې همدارنګ د ايران د اسلامي جمهوريت د ولسمشر له قوله وليکل: ایران په سیمه کښې د ولسواکۍ مخکښ دے.

ډاکټر حسن روحاني  پرون د کابینې په غونډه کښې د ولس په مستقیمو یا غیر مستقیمو رایو سره په اسلامي ایران کښې د حکومت ،پارلیمان او نورو  حکومتي ارکانو  انتخاب ته په  اشارې سره  وویل ،  ایران په سیمه کښې د ولسواکۍ  مخکښ دے.

د اسلامی ایران ولسمشر  په دې باندې په تاکيد سره چې  په ټولو ډګرونو کښې  دخلقو په ګډون  سره ،  هیڅ یو قوت   اسلامی ایران ته  ګوازر یا تاوان نه شي رسولې روښانه کړه ،  هرکله چې په ایران کې حکومت ، پارلیمان او نور حکومتي ارکان د  ولس په رایو سره په مستقیم یا غیر مستقیم ډول  ټاکل کیږي ، نو دا خبره هیڅ معنا نه لري چې په سپینه ماڼه کښې  یو کس  او له دنیا  وراخوا ناست ناخبره کسان  د  ولس دحکومت د ختمولو او د بلواؤ د رامینځةکولو لپاره کومه فیصله  وکړي .

---------

د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼې بيا د ايران د خارجه وزارت ویاند له قوله وليکل: په سوريې کښې د امريکې تيلي معاهده قانوني اعتبار نه لري.

د ورځپاڼې په قول سيد عباس موسوي په يوې بيانيې کښې د امريکې د دغه اقدام په غندلو سره زياته کړه، دغه اقدام د سوريې د طبيعي سرچينو د لوټلو په لړ کښې د امريکې لخوا يو بل ګام ګڼل کيږي.

امريکائي الحُره چېنل له دې مخکښې رپوټ ورکړ چې د سوريې ډېموکرېټک ځواکونو په نامه د کُرد ملېشې يو قوماندان مظلوم عبدي د امريکې يو تيلي شرکت سره يو تيلي معاهده لاسليک کړې ده.

---------

کېهان ورځپاڼې بيا په يو خبر کښې وليکل: په عراق کښې د امريکې ترهه ګرو ځواکونو د تګ په لار کښې چاودنه رامنځته شوه،ورځپاڼې د عراقي رسنيو له قوله وليکل: دغه چاودنه د ناصريه او بصرې ترمېنځ سړک کښې رامنځته شوې ده.

د ورځپاڼې د ليکنې له مخې عراقي رسنيو د دغې چاودنې د جزئياتو او احتمالي سرتاوانونو په اړه څه نه دي ويلي.دا په تېرو څو هفتو کښې څلورمه چاودنه ده چې په عراق کښې د امريکې د ترهه ګرو فوځيانو د کاروان د تګ په لاره کښې رامنځته کيږي.

کېهان ورځپاڼې همدارنګ د عراقي مېډيا له قوله وليکل:

د عراق د فوځ د لوې درستیزوالۍ وياند  جنرل یحیی رسول  بیګا په یولړ څرګندونو کښې وويل:  له عراقه دې امریکائي پوځيان ووځي، هغه زیاته کړه د عراق حکومت په کرتونو وئيلي دي  چې د عراق په آزادولو  او له  داعشی ترهه ګرو سره په مبارزې کې  هیڅکله هم  امریکائي عسکروته اړتیا نه لري  او دعراق پوځ اوالحشد الشعبي  ولسی مبارز ځواک  ددغه کار توان لري .

---------

د تهران چاپ ايران نومې ورځپاڼې وليکل:ایران لبنان ته دطبي او خوراکي مرستو جوپې ليږي.

د د ورځپاڼې له مخې د ایران د اسلامی جمهوریت د سرې میاشتې ادارې مشر کریم همتي وئيلي دي د مرستو په اوله مرحله کې د لبنان د غمځپلو لپاره تر نن ناوخته پورې نهه ټنه خوراکي مواد او همداراز درمل ،طبی تجهیزات او نورو ملزومات لبنان ته لیږل کیږي او همدارنګ دیوه صحرائي روغتون ټول تجهیزات او د ډاکټرانو یو  ۲۲کسیز ټیم هم لبنان ته لیږل کیږي .

----------

اوس به د پاکستان چاپ ورځپاڼې راواخلو چې سر کښې د راولپنډۍ چاپ جنګ ورځپاڼې ته لاس کوو، ورځپاڼې وليکل، په پاکستان او د پاکستان تر کنټرول لاندې کشمير کښې خلقو د هندترکنټرول لاندې کشمير خلقو سره د پيوستون ورځ په ډېره شانداره توګه ونمانځله. او دغه ورځ يې د کشمير د خلقو د استحصال ورځ ونوموله.

ورځپاڼې په دې موقع د پاکستان د وزيراعظم عمران خان له قوله وليکل، ان شاء  ا... اوس به کشمير د هند له قبضې خامخا آزاديږي. هغه زياته کړه، د هند د مودی حکومت متکبرانه اقداماتو د نړۍ پام د کشمير مظلوم خلقو ته راواړوۀ.

ورځپاڼې همدارنګ د پاکستان د ولسمشر عارف علوي له قوله وليکل:

د هند د مودي حکومت په کشمير کښې د نفوسو د توازن د بدلولو لپاره چل له صهيونېسټ رژيم نه زده کړے دے، خو لکه د اسرائيلي رژيم به مودي رژيم هم په دغه سپېرۀ پلان کښې کامياب نه شي.

ورځپاڼې په يوبل خبر کښې وليکل: د هند وزيراعظم نرېندر مودي په کشمير باندې د قبضې د کليزې په موقع د بابري جومات په ځاے د مندر جوړولو بنياد کېښود.

په دغه موقع په ايوديا ښار کښې ټولې ادارې بندې وې او په سړکونو خاموشي خوره وه په ټول ښار کښې فوځي ځواکونه ځاے پرځاے کړې شوي وو.

-------

د اسلام آباد چاپ دنيا ورځپاڼې د اماراتي رسنيو له قوله وليکل د دغه هېواد عجمان ښار کښې په يو سپر مارکيټ کښې د اور لګېدو له کبله د مارکيټ ټول دوکانونه او نورې ودانۍ په اور کښې اوسوزېدې، اوړ مړکونکو ټيمونو له ګېنټو ګېنټو کوشش نه پس اور مړ کړې شوو،د اور لګېدنې د وجې او د احتمالي سرتاوانونو په اړه څه رپوټ نه دے خپور شوے.

د ورځپاڼې د يو بل خبر له مخې په کراچۍ د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند تر اهتمام لاندې د کشمير د استحصال د ورځې په مناسبت په مظاهرې باندې د لاسي بم په حمله کښې په لسګونو تنه ژوبل شول. د ورځپاڼې له مخې د دغې حملې ذمه واري لا چا کس يا ډلې په غاړه نه ده اخېستې.

---------

او هم له ځينو بهرنيو ورځپاڼو څخه ډېپلومېټ ورځپاڼه رااخلو چې په يوه ليکنه کښې يې ليکلي دي: داعش په افغانستان کښې د صلحې د هلو ځلو ترمېنځ خونړے فرصت ګوري او د خنډ پېښولو هڅه کوي.

د لیکنې په دوام کښې راغلي چې داعش ډله جدي خطر ګڼل کېږي، ځکه د بېلابېلو سیمو د جنګیاليو پام‌یې ځان ته اړولی دی.

په مطلب کې راغلي، د داعش هغه جنګیالي چې په سوریه کې تر فشار لاندې وو، په افغانستان کې د دې ډلې د خراسان له څانګې سره ملګري شوي دي.

مېل انلاین خپرونې په افغانستان کې د کرونا وائرسو د وبا په اړه یوه لیکنه خپره کړې ده.

د لیکنې په دوام کښې د روغتیا وزارت د سرپرست احمد جواد عثماني په حواله لیکل شوي چې په افغانستان کې شاوخوا  ۱۰  میلیونه وګړي په کرونا وائرسو اخته شوي دي.

د مطلب په دوام راغلي چې په افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان په همکارۍ د ۹،۵۰۰ کسانو انټي باډي ازمویل شوې ده.

د رسمي شمېرو له مخې، په افغانستان کې په کرونا ویروس تر ۱،۲۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي.

خو د مېل انلاین په لیکنه، د مړو د دقیق شمېر په اړه پر سروې کار روان دی.

----------

له قدرمنو اورېدنکو بخښنه غواړوو چې نن د کابل چاپ ورځپاڼو د نه چاپ وجه مو د دغو ورځپانو خبرونه نشر نه کړې شول.

 

ټیګونه