Aug 06, 2020 12:20 Asia/Kabul
  • د فلیپین او امریکا تر مینځ پر ګډو فوځي مانورو باندې بندیز

د فلیپین ولسمشر د امریکایې ځواکونو سره د دې هیواد د فوځیانو پر هر ډول ګډو مانورو بندیز ولګاوه.

د فارس خبري آژانس په حواله، د فلیپین ولسمشر رودریګو دوترته د دې هیواد له دفاع وزارت څخه وغوښتله چي د چین په جنوبي سمندر کې د امریکا سره د هر ډول ګډې فوځي مانورې څخه ډډه وکړي.

که څه هم د فلیپین د ولسمشر د دې فیصلې په اړه نور تفصیلات نه دي په ډاګه شوي خو څه موده وړاندې رودریګو ویلي وه چي د چین د جنوبی سمندر په اړه د بیجینګ سره روانې شخړې باید د ډیپلوماټیکو لارو څخه حل کړای شي.

بیجینګ د چین پر ټول جنوبي سمندر د مالکیت دعوا کوي خو د دې سمندر پر ځینو برخو باندې د ویټنام، فیلیپین، مالیزیا او ټایوان هم د مالکیا دعوي کوي.

 

ټیګونه