Aug 09, 2020 11:56 Asia/Kabul
  • امریکا بیا ایران او چین د سیمې لپاره خطرناک وبلل

فارس خبري اژانس وايي د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپئو د چین او د ایران پرضد د تورونو په لګولو سره د لویدیځې اسیا سیمې لپاره د دغو دوو(۲) هیوادونو د ملګرتیاو د خطرناک کیدا ادعا وکړه .

هغه د ایران پرضد د وسلو د بایکاټونو د تمدیدا لپاره د هڅو او د تور د لګولو په دوام کښې د ایران او د چین د اوږدې مودې د ملګرتیا په هکله اندیښنه څرګنده کړه .

د امریکا خارجه وزیر مایک پمپئو له ترهګرۍ د ایران د ملاتړد د همیشنۍ ادعا په مطرح کولو سره وویل وسله والو سیسټمونو ، تجارت او پیسو ته د ایران لاسرسی چې د چین د کمیونیسټ ګوند لخوا به تهران ته ورکړل شي دغه خطر د سیمې لپاره زیاتوي .

د امریکا خارجه وزارت هم په یوه (۱)ټویټر پیغام کښې د چین د کمیونیسټ ګوند پرضد تور مطرح کړ او ادعا یې وکړه د دنیا په ټولو سیمو کښې د چین د کمیونیسټ ګوند ګواښ د ښکاره کیدا په حال کښې دی او هغه هیوادونه چې په دې هکله همفکره دي د دغه ګواښ د له مینځه وړلو لپاره د یوه بل په څنګ کښې د ورتلو په حال کښې دي .

امریکا له سعودي عربستان او بریتانیا سره یوځاې په ټوله دنیا کښې د ترهګرو ډلو جوړونکي او ورسره مالي او پوځي مرسته کونکی هیواد دی .

 

ټیګونه

کمنټونه