Aug 13, 2020 04:06 Asia/Kabul
  • په هند کښې په لسګونو مسلمانان په خاورو وينو کښې ولوغړول شول

هندي امنيتي ځواکونو يو ځل بيا د دغه هېواد يو شمېر مسلمانان په خاورو او وينو کښې ولوغړول.

د تسنيم خبري آژانس د رپوټ له مخې د کرناټک صوبې په بنګلور ښار کښې د يو هندي لخوا د اسلام د قدرمن پېغمبر (ص) په شان کښې له سپکاوي نه د ډک پوسټ خپرېدو د زرګونو مسلمانانو غبرګون راوپاروۀ، خو د هند امنيتي ځواکونو د اسلام د قدرمن پېغمبر اکرم (ص)  شان کښې د سپکاوي د عاملانو د نيولو او محاکمه کولو په ځاے پرون په احتجاج کونکو مسلمانانو ګولۍ اورولې چې له کبله يې په لسګونو تنو ته مرګ ژوبله اوښته.

قهرجنو مسلمانانو د دغه ښار د څانوالۍ د ودانۍ په وړاندې په راغونډېدو سره د هغه کس په خلاف د هند عدليې د فوري اقدام غوښتنه وکړه چې د خداے د ګران رسول (ص) په شان کښې يې توهين کړے ؤ، خو د پوليسو له ډزو او غير انساني سلوک سره مخامخ شول.

د هند امنيتي ځواکونو همدارنګ يو سل لس مسلمانان ونيول.

په وروستي يو کال کښې د هند د مسلمانانو په خلاف فېصلې او اقدامات په دغه هېواد کښې د پراخو احتجاجونو سبب شوي دي.

 

ټیګونه

کمنټونه