Aug 13, 2020 06:21 Asia/Kabul
  • ترکيې د افغان صلحې د خبرو اترو د کورباتوب لپاره چمتوالے څرګند کړ

د ترکيې خارجه وزير مولود چاووش اوغلو بېګا وويل، هېواد يې د افغان ډلو د صلحې د خبرو اترو د يو پړاو د کورباتوب لپاره چمتو دے.

د ايرنا د رپوټ له مخې چاوش اوغلو زياته کړه ترکيه چمتو ده چې د بين الافغاني صلحې خبرو اترو له وړومبنۍ مرحلې وروسته چې ټاکل شوې ده د قطر په پائتخت دوحه کښې اوشي د خبرو اترو د يوې دورسې کوربا شي.

همدارنګ اوغلو په يو ټوئيټ کښې چې پرون د افغان ولسمشر له وړومبني مرستيال جنرل رشيد دوستم سره له کتنې وروسته يې خپورکړ دغه کتنه رغانده وبلله او د صلحې د خبرو اترو په پړاو کښې له افغان حکومت څخه د انقرې په ملاتړ تاکيد وکړ.

هغه د صلحې خبرې اترې د افغانستان لپاره په دغه هېواد کښې د څلوېښت کلنۍ جنګ د ختمېدو لپاره يو تاريخي فرصت وبلۀ.

 

 

ټیګونه

کمنټونه