Aug 15, 2020 04:56 Asia/Kabul
  • د  امریکا د ایران ضد پریکړه لیک ماتي وخوړله

ایرنا خبري اژانس وايي د ایران د وسله وال بایکاټ د تمدیدولو لپاره د امریکا وړاندیزي پریکړه لیک ونه توانید د ملګروملتونو د امنیت شورا لخوا تصویب شي او د امریکا د زور ویونکي ډیپلوماسۍ په دفتر کښې یوه (۱) بله ماتي ثبت شوه .

د امریکا د ولسمشرۍ انتخاباتو ته کابو دوه اتیا (۸۲)ورځې پاتې دي او د ولسمشر ټرمپ حکومت په خارجي سیاست کښې خپل برخلیک د ایران د وسلو له بایکاټ سره اړونده کړی او غواړي له دغه بایکاټ څخه د تبلیغاتو لپاره استفاده وکړي .

د امریکا د ایران ضد پریکړه لیک سره د ملګروملتونو د امنیت شورا د  اکثرو غړیو د جدي مخالفت په معلومیدا سره چې یو ډول له ایران سره د جنګ اعلانیدل ګڼل کیدل واشنګټن په تیرې سه شنبې ورځ د ایران ضد پریکړه لیک اصلاح کړ او دوې (۲) مقدماتي او څلور(۴) عملیاتي مادې یې محدودې کړې .

د امنیت شورا اکثره غړي د امریکا له پریکړه لیک سره مخالف وو ځکه  چې دغه کار یې په اټومي تړون باندې اخري ګوزار باله  .

د ملګروملتونو په امنیت شورا کښې د امریکا د ایران ضد پریکړه لیک ته یولس (۱۱) سپینې رایې  ، دوې (۲) موافقې رایې چې یوه (۱)پکښې د امریکا وه او دغه راز دوې (۲) مخالفې رایې واچول شوې او دغه پریکړه لیک ماتي وخوړله .

 

ټیګونه

کمنټونه