Aug 15, 2020 05:46 Asia/Kabul
  • ملګروملتونو د روسیې د وړاندیز ملاتړ وکړ

ایرنا خبري اژانس وايي د ملګروملتونو د سرمنشي ویاند سټیفین ډوجاریک (Stephen Dujarric) د امنیت شورا د پینځو (۵) دائمي غړیو او دغه راز د جرمني او د ایران د اسلامي جمهوریت په ګډون سره په اینټرنیټ باندې د غونډې د ترسره کولو په کله د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د وړاندیز ملاتړ وکړ .

هغه اټومي تړون د څو اړخیزه ډيپلوماسۍ بریا وبلله او ویې ویل ملګري ملتونه به د هر هغه اقدام چې هیوادونه وکولای شي اټومي تړون وساتي ملاتړ وکړي .

د فرانسې ولسمشر امانوئل ماکرون هم د روسیې د ولسمشر پوتین د وړاندیز په هرکلي سره په دغه غونډې کښې د ګډون لپاره چمتو والی اعلان کړ .

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون وړاندیز وکړ چې د ایران د وسله والو بایکاټونو د موضوع په هکله د نظر د تبادلې او د بحث لپاره د امنیت شورا د پینځو (۵) دائمي غړیو او دغه راز د  جرمني او د ایران د اسلامي جمهوریت په ګډون سره د ویډیو  کانفرنس له لارې غونډه ترسره شي .

د روسیې ولسمشر پوتین د دغه وړاندیز د اعلانولو په ترڅ کښې ټینګار وکړ ماسکو اټومي تړون ته ژمن دی او د هغه د ساتلو غوښتونکی دی .

 

ټیګونه

کمنټونه