Sep 25, 2020 07:23 Asia/Kabul
  • امریکا د ایران پرضد نوي بندیزونه ولګول

فارس خبري اژانس وايي د امریکا د خزانې وزارت پرون د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د واشنګټن د دښمانه اقداماتو په دوام کښې د ایران قضاديي ادارې ته په اړونده دوو (۲) کسانو او څلورو (۴) ارګانونو بندیزونه ولګول .

د امریکا خزانې وزارت وویل د ایران قضايي ادارې ته په اړونده دوو (۲) کسانو او څلورو(۴) ارګانونو باندې بایکاټ د بندیز له لارې د امریکا له دښمانانو سره د مقابلې د قانون یعني کاټسا پراساس لګول شوی دی .

د امریکا خزانې وزارت په خندا وړ ادعا کښې د ایران د قضايي ادارې دغه دوه (۲) کسان او څلور(۴) ارګانونه د بشري حقوقو په خلاف ورزۍ تورن کړل .

څو ساعته مخکې د ایران په چارو کښې د امریکا د حکومت ځانګړي استازي الیوټ ابرامز د یوه (۱) قاتل د ملاتړ کولو په ترڅ کښې چې څه موده مخکې په ایران کښې د یوه (۱)کس د وژلو په وجه اعدام شوی و وویل واشنګټن به د ایران د قضايي ادارې پرضد بندیزونه ولګوي .

د امریکا له نظره بشري حقوق تل د سلطې د نظام د مخالفانو او دخپلواکه هیوادونو تر دباو لاندې د راوستلو او نفوذ لپاره په نرم قدرت بدل شوي دي .

امریکا له اټومي تړون وتلو وروسته د ایران پرضد د دباو د راوستلو لپاره هراړخیزه اقدامات پیل کړي دي .

 

ټیګونه

کمنټونه