Sep 25, 2020 15:37 Asia/Kabul
  • اسرائیل په اماراتو باندې د ایف۳۵ ډوله جنګي الوتکو د پلورلو مخالف دي

د صهیونیسټي رژیم د پوځ د هوايي ځواک قومندان په متحده عرب اماراتو باندې د ایف۳۵ جنګي الوتکو پلورل په سیمه کښې د سټراټیجک انډول د ګډوډیدو لامل وبلل.

د صهیونیسټي رژیم د پوځ د هوايي ځواک قومندان په متحده عرب اماراتو باندې د ایف۳۵ جنګي الوتکو پلورل په سیمه کښې د سټراټیجک انډول د ګډوډیدو لامل وبلل.

د ایسنا خبري آژانس په لیکنه، د اسرائیلو د هوايي ځواک قومندان عمیکام نورکین Amikam Norkin یوځل بیا په اماراتو باندې د ایف ۳۵ ډوله جنګي الوتکو له خرڅونه اندیښنه وښودله.

هغه زیاته کړه: دا کار به په اوږدمهال کښې د سیمې لپاره ناوړه پایلې ولري.

د ویلو ده چې د اماراتو او بحرین د بهرنیو چارو وزیرانو د روانې ستمبر میاشتې په پنځلسمه د فلسطین د خلکو د ارمان په اپوټه په سپینې ماڼۍ کښې د امریکې د ولسمشر ډونلډ ټرمپ په شتون کښې له صهیونیسټي رژیم سره د اړیکو د عادي کولو موافقه لاسلیک کړه او ورپسې متحده امارات د امریکې د ایف ۳۵ ډول جنګي الوتکو په اخیستو ټینګار لري او په اسرائیلو کښې د دې کار د خنډونو د ختمیدو غوښتونکې دی.

 

ټیګونه

کمنټونه