Sep 26, 2020 17:42 Asia/Kabul
  • په سوریه کې د امریکا شتون غیرقانوني دی

د روسیې خارجه وزارت ټینګار وکړ چي په سوریه کې د امریکایانو شتون د نړیوالو اصولو خلاف او غیرقانوني دی.

د روسیې د خارجه وزارت مرستیال سرګئي ورشینین اعلان وکړ چي په سوریه کې د امریکایي ځواکونو شتون غیرقانوني دی او د تېلو تر څنګ د دې هیواد د معدني شتمنیو د چور او ټالان سبب ګرځي.

ورشینین زیاته کړه چي د سوریې په التنف سیمه کې د امریکایي ځواکونو غیرقانوني شتون د زغملو وړ نه دی.

دا په داسي حال کې دی چي امریکایي ځواکونه په سوریه کې د ترهګرو سره د مبارزې په پلمه په دې هیواد کې د دمشق د اجازې پرته پښې ټینګي کړي او د تیلو او نورو معدني شتمنیو چور او ټالان ته مخه کړې.

 

 

ټیګونه

کمنټونه