Oct 01, 2020 12:36 Asia/Kabul
  • په بریتانیا کښې شرایط ډیر کړکیچن شوي دي

ایرنا خبري اژانس وايي د بریتانیا لومړي وزیر بوریس جانسن په هیواد کښې په کورونا ویروس د ککړو کسانو د شمیر په چټکۍ سره له زیاتیدا سره په یووخت له دغه ویروس څخه وروسته په هیواد کې د حالاتو په خرابیدا اعتراف وکړ .

هغه پرون وویل بریتانیا له کورونا ساري ناروغۍ وروسته په حساس  او خطرناک پړاو کښې ده او د ضرورت په بڼه کښې د قرنطینه د محدودیتونو د بیرته اعمالولو لپاره به شک ونکړو .

د انګلستان د روغتیا وزارت د وروستي راپور پراساس په تیرو څلرویشتو (۲۴) ساعتونو کښې په هیواد کښې اوه زره او یوسل اته (۷۱۰۸) کسان په کورونا ویروس ککړ شوي او یواویا (۷۱) ترې  مړه شوي هم دي .

دا په داسې حال کښې دي چې د بریتانیا د ملي شمیرنې د دفتر  تحقیقات وايي په متوسطه توګه هره ورځ کابو نهه زره (۹۰۰۰) کسان په کورونا ناروغۍ ککړیږي او د ککړیدونکو کسانو شمیر مخ په زیاتیدا دی .

په بریتانیا کښې د کرونا کړکیچ او د لومړي وزیر بوریس جانسن د حکومت کمزوری کړچار په ځلونو له نیوکې سره مخ شوی دی .

 

ټیګونه

کمنټونه