Oct 01, 2020 13:51 Asia/Kabul
  • د نړۍ څلویښت هیوادونه له روسیې واکسین اخلي

زمونږ خبریال وايي د روسیې د صنعت او د تجارت وزیر دنیس مانتوروف د کورونا واکسین د ترلاسه کولو لپاره د نړۍ د څه د پاسه څلویښتو (۴۰) هیوادونو د غوښتنې خبر ورکړ .

هغه وویل د سپتمبر میاشتې په لومړیو کښې د کورونا ویروس پرضد د اسپوتنیک پینځه (Sputnik V) په نوم د روسیې د واکسین د اخیستلو لپاره د غوښتنو شمیر دیرش (۳۰) هیوادونه و خو اوس د اروپا د لویدیځې اسیا ، د لاتیني امریکا او د جنوب ختیځې اسیا په شمول د نړۍ څه د پاسه څلویښت (۴۰) هیوادونه د دغه واکسین د ترلاسه کولو غوښتونکي دي .

د روسیې د تجارت او د صنعت وزیر مانتوروف وویل روسیه د موافقو له تصویبیدا وروسته د نړۍ په څه د پاسه څلویښتو (۴۰) هیوادونو کښې د ازمیښت لپاره په ټاکلي حجم کښې د واکسین وړاندې کولو ته چمتو ده  .

هغه وویل د راتلونکي میلادي کال په لومړیو دریو(۳) میاشتو کښې هم ماسکو د کورونا ضد واکسین په کامل ډول صادرولو ته چمتو دی .

د روسیې د نیغ په نیغه پانګونې صندوق هم ویلي وو د ترسره شویو موافقو پراساس به د کورونا ضد اسپوتینک پینځه (Sputnik V) ډوله پنځوس (۵۰) میلیونه واکسین برازبل او دوه دیرش (۳۲) میلیونه نور به میکسیکو هیواد ته واستول شي .

روسیه په هغو لومړیو هیوادونو  کښې شامل دی چې په بریالیتوب سره یې د کرونا ضد واکسین د ازمویلو خبر ورکړی و .

 

ټیګونه

کمنټونه