Oct 01, 2020 15:49 Asia/Kabul
  • د بابري جومات د ړنګولو عاملان تبرئه شول

تسنیم خبري اژانس وايي د هند قضايي محکمې د نهايي حکم په ورکولوسره د بابري جومات د ورانولو ټول عاملان تبرئه کړل .

د هندوستان محکمې چې تیر کال یې د بابري جومات ځمکه هندوانو ته ورکړي وه دا ځل له ډیرو سندونو او شواهدو سره سره په نولس سوه دوه نویم (۱۹۹۲) میلادي کال کښې د دغه جومات د ړنګولو ټول عاملان بري  کړي دي  .

د دغو کسانو تبرئه کول په داسې حال کښې دي چې ډیرې سرزروي کسان چې په بابري جومات یې برید کړی او هغه یې وران کړی و همدا اوس په واکمن بي جی پي ګوند کښې مهم  مقامونه لري .

د هندوستان مسلمانانو د بابري تاریخي جومات د ړنګولو د دوه دیرشو (۳۲)تورنو کسانو د تبرئه کولو په هکله د قضايي محکمې  حکم شرمونکی وباله .

 

ټیګونه

کمنټونه