Oct 10, 2020 05:13 Asia/Kabul
  • جرمني د ایران پرضد د امریکا په بندیزونو نیوکه وکړه

تسنیم خبري اژانس وايي د جرمني د بهرنیو چارو د وزارت ویاندې ماریا ادبار پرون د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د امریکا د بندیزونو په کړچار سخته نیوکه وکړه .

هغې په یوه (۱) خبري کانفرنس کښې د ایران پرضد د امریکا نویو بندیزونو ته په غبرګون کښې ډاګینه کړه دغه بایکاټونه ایران ته د بشر دوستانه شیانو د ورتلو کار له مخکې څخه زیات پیچلی کوي .

د جرمني د خارجه وزارت ویاندې د ایران د اسلامي جمهوریت پرضد د امریکا د بندیزونو له کړچار سره د مخالفت په ترڅ کښې وویل برلین به د ایران پرضد د امریکا د زیات دباو په سیاست کښې ګډون ونکړي .

هغې په دوام کښې ټینګار وکړ په اوسني وخت کښې چې ایران له کورونا ویروس سره ښکیل دی له تهران سره د تجارت لپاره د بشر دوستانه  مرستو چینل ډیر اهمیت لري .

 

ټیګونه