Oct 10, 2020 17:27 Asia/Kabul
  • د آذربایجان جمهوریت له خواد قره باغ د شخړې په باب د ایران د دریځ قدرونه

په داسې شرائطو کې چې په آذربایجان او د سیمې په ځينو هیوادونو کې له پرَدیو سره اړیونده رسندوئې د ایران د دریځونو په ضد په پروپيګنډو بوختې دي او د باکو او تهران مخ په پراخیدونکو اړیکو د خرابولو په خاطر ئې خپل ټول امکانات کارولي دي، بې شکه د ایران له دریځونو د باکو د مشرانو قدرونه، له ډير اهمیّته برخمنه ده .په حقیقت کې،همدغه څرګندونې د ایران په ضد درست تبلیغات او پروپيګنډې شنډوي .

د آذربایجان جمهوریت او ارمنستان ترمینځ  په شخړې کې  د تهران  ددریځونو په ضد له ترک پالو بهیرونو سره د اړونده ځينو رسیندویو له دوکه بازو او پراخو پروپیګنډو سره سره د آذربایجان  جمهوریت ولسمشر الهام علی اف  یوځل بیا د قره باغ  دشخړې په وړاندې د ایران د دریځونو قدرونه کړې .

 د آذربایجان جمهوریت ولسمشر د ترکیې له سی این این ټيلیویژني چینل سره په خبرو کې د قره باغ د شخړې په باب د اسلامی ایران ددریځونو په عادلانه بللو سره روښانه کړې ده ،ایرانیو چارواکو له  آذری ارمني شخړې سره په ارتباط کې پخپلو اعلامیوکې وئيلي دي،باید د آذربایجان  جمهوریت  مځکنس بشپړ تیا  وساتل شي او آذري کډوال دې  خپلو  کورونو ته بیرته ستانۀ شي .

 دا لومړی ځل نه دی چې د آذربایجان جمهوریت  لوړپوړي چارواکي  له ارمنستان سره په شخړې کې د ایران  دملاتړونو قدرونه کوي.په داسې شرائطو کې  چې په آذربایجان  او د سیمې په ځينو هیوادونو کې  له پرَدیو سره  اړیونده رسندوئې  د ایران  د دریځونو په ضد  په پروپيګنډو بوختې دي  او د باکو او  تهران  مخ په پراخیدونکو  اړیکو د خرابولو په خاطر ئې خپل ټول امکانات  کارولي دي، بې شکه  د ایران له دریځونو د باکو د مشرانو قدرونه،  له ډير اهمیّته برخمنه ده .په حقیقت کې،همدغه څرګندونې د ایران په ضد درست تبلیغات او پروپيګنډې شنډوي .

 دغه ډول څرګندونې ښئ چې د کلونو کلونو له چُپتیا سره سره د  الهام علی اف  دحکومت چارواکي د آذربایجان جمهوریت له حکومت او ولس سره د ایران په ملاتړونو خبر دي،خو د ځينو مصلحتونو په اساس ئې ، د ارس دشمال له مسلمانانو او باکو سره د تهران له ملاتړونو لاکمه  پرده پورته کوله.   

په هر حال شک نشته چې جنګ او جګړې ،ښکیلو لورو ته پر انساني او مالي تاوانونو سربیره ،ملتونه  اقتصادي او سیاسی پراختیا ته د رسیدو په خاطرد سیالۍ له ډګره وباسي .د مثال په توګه ، دقره باغ  سیمې د مالکیّت په سر دآذربایجان جمهوریت او ارمنستان ترمینځ  جنګ جګړې، چې  دستمبر له ۲۷نیټې بیرته پيل شوي ،تر دې دمه ئې د دواړو سلګونو کسانو ته مرګ ژوبلې رسیدلي دي . په حقیقت کې د خپرو شوو وروستیو خبرونو په اساس، په تیرو دوو اونیو  شخړو کې ښکیلو لورو څه دپاسه دوه سوه پوځي او غیرپوځي کسانوخپل ژوند له لاسه ورکړی دی .د همدغو تاوانونو په خاطر ، دایران د اسلامی جمهوریت چارواکو  تل  له ښکیلو  خواؤ غوښتي دي ، وسلې دې پر مځکه کیږدي او  خبرواترو میز ته دې وګرځي . د ایران د اسلامی جمهوریت دخارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده ، د نښتو له لومړیو شپو ورځو راهسې د  آذربایجان او ارمنستان  ترمینځ  دنښنو د سملاسي دریدا او د دواړو هیوادونو ترمینځ دخبرواترو د پیلیدا غوښتنه کړې ده  او د خبرواترو او د اوربند دټينګیدا په خاطر  ئې له خپلو ظرفیّتونو څخه د استفادې لپاره  د ایران  چمتووالی  اعلان کړی دی .

څرګنده ده چې  د ایران دریځونه  د ښکیلو خواؤ لپاره له ډير اهمیّته برخمن دي. ځکه ایران  له ښکیلو لورو سره ،یعني له آذربایجان جمهوریت او ارمنستان او قره باغ غرنئ سیمې سره  ګډې پولې لري.په عین حال کې  د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې په څيرله پرَدیو سره د ځينو اړونده  بهیرونو نفوذ، پراسلامی ایران دنه جبرانیدونکي تاوانونه واردولی شي .په همدې دلیل ده چې د قره باغ د شخړې په وړاندې د تهران د چارواکو له خوا  له  احتیاطه د ډکو دریځونو غوره کیدا ،د  تهران د چارواکو د دوراندیشو سیاستونو له امله  ده .  

 

ټیګونه

کمنټونه