Oct 12, 2020 14:41 Asia/Kabul
  • د تهران او کابل ځینی نننۍ ورځپاڼې

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیومطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې دی،په پیل کې درته د تهران او ورپسې هم د کابل چاپ ځيني ورځپاڼې درسره شریکې کوو، نو ترپایه راسره ملتیاوکړئ .

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې ... سره د خپل ملګري ... له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې دی ، په پیل کې درته د تهران او ورپسې هم د کابل چاپ ځيني ورځپاڼې درسره شریکې کوو  ،نو ترپایه راسره ملتیاوکړئ .

  د  تهران چاپ ورځپاڼو په سر کې دا هم  کیهان ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلي دي ، د ایران دروغتیائي چارو وزیر سعیدنمکي په یولړ څرګندونو کې وئيلی دي ،په راتلونکو اونیو کې  به د  کرونا ویروس د ایراني واکسنو د جوړیدا ځيری ولس ته ورکړل شي .

  ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ،د نګورنو قره باغ سیمې په سر د آذربایجان جمهوریت  او ارمنستان ترمینځ  د نښتو دوام او  په ماسکو کې د دواړو  هیوادونو دخارجه وزیرانو ترمینځ    اور بند موافقه د شکونو په شپول کې ده او  دواړه لوري یو بل د اور بند  په خلاف ورزۍ تورنوي .  وئيل کیږي ،  چې تیرو دوو ورځو راهسې  د دواړو هیوادونو د پوځونو ترمینځ  نښې ،په داسې حال کې چې   په ماسکو کې د  روسیې د خارجه وزیر په شتون سره د دواړو هیوادونو  دخارجه وزیرانو په خبرو کې په اوربند  سره موافقه شوې ، په اوڅاره توګه زیاتې شوي دي .د امریکا دپوهنتون یو استاد او تکړه لیکوال  تړرنت فیتکلشټاین  ددې خبرې په کولو سره چې  دامریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې به  جوزف بایډن  بریالی شي ، وئيلي دي ،په لویدیځي آسیا سیمې کې به دامریکا سیاست  له انتخاباتو وروسته هم هیڅ بدلون ونه لري .

د فلسطین د آزادۍ جبهې  پوځي څانګې د فلسطینی زنداني  ماهر الاخرس  ړ لوږ تړ  او همداراز  دهغه  د وضعیّت  په خرابیدو پسې، دغه بندي فلسطیني مبارز ته هر ډول تاوان رسیدل ،  د جنګ داعلان په معنا بللي  او وئيلي ئې دي ،ددغه بندي مبارز د تاوان په بڼه کې به  نیواکي ټاټوبو باندې د توغندیو باران وکړي .
ډیری سیمه ایز  شناندي او کارپوهان وآئي  د آذربایجان جمهوریت او ارمنستان  ترمینځ د نښتې  ډګر قره باغ غرنۍ سیمې ته له  سورئې ، اولیبیا څخه د زرګونو  داعشي تکفیریانو دمنتقلولو په باب دترکیې اقدام که رښتیا وي ، نو  په نزدې راتلونکي کې به یو ځل بیا  د انقرې په مقابل کې د ماسکو پشمول سیمه ایز قدرتونه  کلک ودریږي او ممکنه ده ترکیې ته کلک ځواب هم ورکړي .

دیمن د بشری حقوقو ادارې  په یوې اعلامیې کې په دغه هیواد د  سعوډي ائیتلاف  په بې  آماانه تیریو کې  د یمن د څه دپاسه دیارلس زره  ښځو او ماشومانو  مرګ ژوبلو ته په  اشارې سره  خبرداری ورکړی ،الحدیده بندر ته د  سونګو د کشتیو  له ورتلو څخه  د سعودي ائیتلاف په مخه نیولو پسې  به د یمن د ښځو او ماشومانو  په حق کې یوه بله  ستره انساني غمیزه  رامینځةشي.

***********************   

د تهران  چاپ ورځپاڼې جام جم هم پخپل انټرنیټي سایټ کې لیکلی دي ، په هندوستان کې  کرونا ویروس خوریدا  د سترې انساني غمیزې ځیری ورکوي او وئيل کیږي ،  چې په تیرو شواروز کې په دغه ګڼ نفوسه  هیواد کې  څه دپاسه  زرو کسانو په قرباني کیدا سره په دغه هیواد کې د مړو شمیر یو لک نهو زرو تنو هم  اوړیدلی  او دغه راز د  ککړو کسانو شمیر  هم له اوو میلیونو تنو زیات شوی  دی .

په پاکستان کې  په تیر شواروز کې د کورونا ویروس   دولس   کسان قرباني کړي او دغه راز په دغه هیواد کې هم په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر درې لکه دیارلس زرو تنو زیات شوی دی .

ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ،  په افغانستان کې په داسې حال کې چې  په قطر کې د طالبانو ډلې او کابل حکومت د استازو ترمینځ  د بین الافغاني خبرواترو په اړه په  ا یجنډا هماغه راز اختلافات موجود دي ،جنګ جګړې او بمي چاودنې دوام لري او داسې کومه ورځ نشته چې  یوشمیر  کسان د دواړو لورو ترمینځ په اخ و ډب کې قرباني نشي .

 دسعودي عربستان د رژيم د یوه مخالف او تکړه خبریال جمال خاشقجی    د  بوږنونکي وژلې په جرم د  آل سعود رژيم د چارواکو   دسزا کولو لپاره د اروپائي اتحادئې د پارلیماني  مشرانو  غوښتنې  زیاتې شوي دي .   

 دسورئې په الحسکه او دیرالزور ولایتونو کې  د تکفیری ترهه ګرو په پټنځایونو د  دغه هیواد د پوځ او مقاومتي  چورلیز ځواکونو سخت ټکونو له تفکیری ترهه ګرو لاره ورکه کړې ده .

په پاکستان کې  دکراچۍ د یوې مذهبی  مدرسې مهتمم او افراط پال عالم مولانا  عادل خان  ناپيژاندو کسانو وژلی او  وئيل کیږي ، چې  دا د دغه هیواد د شیعه اوسني مسلمانانو ترمینځ ددرز اونفاق د رامینځة کولو لپاره د تالی څټو او پيّلو  ادارو یوه سپیره هڅه  ده .

************************   

=  دا هم د تهران  چاپ قدس ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې لیکلی دي ، د چین خارجه وزیر وانګ یی  د تیرې یکشنبې په ورځې  د ایران له خارجه وزیر  محمد جواد ظریف سره له لیدوکاتو وروسته په یولړ څرګندونو کې  په لویدیځي آسیا سیمې کې د تاؤتریخوالو د کمولو په موخې سره  ددغې سیمې د  هیوادونو دمشرانو په شتون سره دیوې سترې غونډې د جوړولو وړاندیز کړی څو ددغې سیمې  دامنیت او ثبات دټينګولو لپاره پخپلو کې سره  مشورې او بحثونه وکړي .

د عراق مبارزو ډلو یو ځل بیا ګواښ کړی که امریکائي ترهه ګر پوځ له دغه هیواده زر ترزره ونه وځي ، نو ددغو تیریګرو او ترهه ګرو پوځیانو  دجنازو د وړلو بندوبست به وکړي .

د فلسطین په نیواکي ټاټوبو کې  دصهیونیسټي رژيم د لومړي وزیر بین یامین نتن یاهو  په ضد  ستر لاریونه هماغه راز دوام لري  او داسې  کومه ورځ نشته چې  ددغه سپير او افراطي رژيم په ضد اعتراضونه ونشي .

 د افغانستان  په مختلفو سیمو کې د طالبانو او  حکومتي پوځيانو  ترمینځ  په اخ وډب کې کابو دیارلس وسلوال طالبان وژل شوي  او یوشمیر نور هم نیول شوي دي .

 همداراز په یوه بل راپور کې وئيل شوي دي  چې په  کنړ ولایت  کې یو شمیر وسلوال  طالبان له خپلو سپکو اودرندو وسلو سره یو ځاي  حکومتی مامورانو ته تسلیم شوي او د خپل عادي ژوند دتیرولو ژمنې ئې کړي دي .

*********************  

 او س  هم راګرځو دکابل  چاپ د ورځپاڼو په ځاي ځينو اروپائي ورځپاڼو ته  چې د افغانستان د  وروستیو بدلونونو په باب ئې لیکنې کړي دي ،البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو  خپل دریځونه دي .

د کابل چاپ ورځپاڼو په نننیو ګڼو کې تر ډېره په کابل او ولایتونو کې د وسله‌والو غلاوو او نا امنیو زیاتېدو باندې لیکنې او تبصرې کړې دي.

    هشت صبح ور ځپاڼې په کابل او نورو ولایتونو کې د ناامنیو او جنايي پېښو په زیاتېدو لیکنه کړې  او وړاندې د کورنیو چارو وزارت طرحې ته اشاره شوې چې دغه وزارت جنایتکارې ډلې، زورواکي او قاچاق کوونکې ډلې نیولي، خو په وینا ئې واقعیت دا دی چې جنایتکارې ډلې لاهم موجودې دي او دا ډلې په یوې لاعلاجه ناروغۍ بدلې شوې دي.

خو ورځپاڼې لیکلي دغه طرحه دا چې کارنده نه‌وه، بلکې پېښې ورځ تر بلې په زیاتېدو دي.

د لیکوال په باور که څه هم اقتصادي ستونزې په دغو ناامنیو کې رول لري، خو په وینا یې دا سبب نه‌شي کېدای چې حکومت له مسؤلیته اوږې سپکې کړي.

هشت صبح ټينګار کوی چې په کابل کې د ناامنۍ، غلا او وژنو په تړاو د حکومت بې‌غوري او ناغېړي د دې سبب شوې چې خلک د حکومت له کړنو ناراضه شي او ورو ورو د امنیت په برخه کې پر حکومت خپل باور له لاسه ورکړي.

=    مسیر ورځپانۍ هم د کابل پشمول د هېواد په بېلابېلو برخو کې د ناامنیو په موضوع  اندېښنه ښودلې ده.

ورځپاڼې لیکلي چې په دې ورځو کې په کابل کې هره ورځ د غلاوو، وژنو او شوکو  پېښې  کېږي، خو حکومت هېڅ داسې ګام نه‌اخلي چې د دې پېښو په مخنیوي کې کارنده وي.

سرمقاله لیکونکي ادعا کړې چې د خلکو له پرله‌پسې غوښتنو، فریادونو او شکایتونو وروسته دومره ویل شوي چې په امنیت شورا کې په دې اړه بحث شوی او د کورنیو چارو وزیر د پولیسو څو حوزو ته تللی او نمایشي عکسونه‌یې اخیستي دي.

د سرمقاله لیکونکي په وینا،دا چاره د دې سبب شوې چې پر پولیسو او په ټوله کې پرحکومت د خلکو باور راکم شي او ورو ورو د امنیت په ټینګښت کې له حکومته ناهیلي شي.

=         هېواد دولتي ورځپاڼې پوښتنه کړې چې د کابل د امنيت او ثبات لپاره بايد څه وشي؟

ورځپاڼې لیکلي چې د وسله‌والو غلاوو ترڅنګ د وسله‌والو مخالفينو له‌خوا هم په ښارونو کې فعاليتونه او د هغوی له‌خوا هدفي وژنو زور اخيستی دی.

ورځپاڼې ټينګار کړی چې د کورنيو چارو وزارت بايد په دې برخه کې جديت ښکاره کړي، د کابل په شمول د ټول هېواد امنيت او ثبات بايد ټينګ کړای شي.

د هېواد ورځپاڼې په وینا،ددې لپاره هر ارګان خپل خپل مسؤليتونه لري او قانون پر ټولو یو ډول پلی شي چې په خبره ئې له دې پرته حالات نور هم خرابېږي.

 

ټیګونه

کمنټونه