Oct 17, 2020 04:28 Asia/Kabul
  • نړیواله ټولنه باید د امریکا د اقداماتو په مقابل کښې متحده شي

ایرنا خبري اژانس وايي د ملګروملتونو د عمومي ټولنې په دریمې (۳)کمیټۍ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت استازي« محمد زارعیان» د کورونا ویروس د خپریدا په وخت کښې د ملګروملتونو دریځ ته د امریکا په بې پامۍ باندې د خواشینۍ په څرګندولو سره په نړیوالې ټولنې غږ وکړ د واشنګټن د یواړخیزه افت پرضد سره متحده شي .

هغه پرون په دې خبرې سره چې ملګروملتونو د کورونا ویروس د خپریدا له لومړیوڅخه د یواړخیزه بایکاټونو ورانونکي اغیزونه ، د پیوستون ضرورت  او ټولو بشري حقوقو ته بشپړ احترام په رسمیت وپيژند وویل له دې سره سره امریکا د هغو هیوادونو پرضد چې ډیر خلک پکښې په کورونا ویروس اخته دي د غیر قانوني او یواړخیزه بایکاټونو په لګولو سره خپله بې پامۍ نوره هم زیاتوي .

زارعیان وویل د کورونا ویروس د خپریدا په وخت کښې د ایران د خلکو پرضد زیات دباو په صراحت سره د ښځو د ماشومانو د بوډاګانو او دناروغانو په شمول د ټولنې د کمزورو پرګنو د سلامتیا او د ژوند د حق خلاف ورزۍ کوي .

د امریکا ظالمانه او یواړخیزه بندیزونه چې پکښې اساسي شیان او حتی درمل او طبي تجهیزات هم شامل دي د امریکا تر بایکاټ لاندې هیوادونو د خلکو په تیره بیا د کورونا ناروغانو لپاره د ډیرو مشکلاتو د رامینځته کیدا سبب شوي دي .

 

ټیګونه