Oct 18, 2020 04:10 Asia/Kabul
  • دنیا د کورونا ویروس په مقابلې کښې شکست خوړلی

رویټرز خبري اژانس وايي د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش د کورونا ویروس داسې امتحان وباله چې نړۍ یې په وړاندې ماتي خوړلي ده .

هغه پرون وویل نړیواله ټولنه تراوسه له کورونا ساري ناروغۍ سره د مقابلې په امتحان کښې ناکامه ده او ټینګار یې وکړ که چیرې هیوادونه د دغه مسلې د هواري لپاره ملګرتیا وکړي نو له کورونا ویروس سره مبارزه به کارنده وي .

د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش وویل کورونا ویروس د ټولې نړیوالې ټولنې ، د څو اړخیز پالنې او دملګروملتونو د مشر په توګه زما لپاره یو(۱) ستر نړیوال چیلنج دی .

هغه وویل له بدغه مرغه کورونا ویروس داسې ازمیښت دی چې نړیوالې ټولنې تراوسه د هغه په مقابل کښې ماتي خوړلي ده .

په ټوله دنیا کښې څه دپاسه نهه دیرش (۳۹)اعشاریه پینځه (۵)میلیونه خلک په کورونا ویروس ککړ دي او تقریبا په ټولو هیوادونو کښې دغه ناروغۍ شته او ډير خلک یې وژلي هم دي .

د کورونا ویروس له کبله ترټولو زیات ککړ او وژل شوي کسان په امریکا کښې دي .

 

ټیګونه