Oct 21, 2020 15:04 Asia/Kabul
  • ارمنستان د ایران د رغنده هڅو قدرونه وکړه

زمونږ خبریال وايي د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان د قره باغ په لانجمنه سیمه کښې د سولې او د ارامښت د رامینځته کولو لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت د رغنده هڅو هرکلی وکړ .

هغه له تهران څخه خپریدونکي «ایران» ورځپاڼې سره په مرکه کښې چې نن خپره شوه وویل ایران په سیمه کښې د یوه (۱) مهم هیواد په توګه اساسي ځایګی او رول لري او دغه رول د پوځي عملیاتو بندیدا ته اوړیدلی شي .

هغه د ایران په خاورې باندې په قره باغ سیمه کښې د ښکیلو لورو د هوان ګولیو په لګیدا باندې د خواشینۍ په څرګندولو سره ډاډ ورکړ ارمنستان به  د قره باغ په شخړه کښې ایران ته د تاوان د رسیدا د مخنیوي لپاره هرډول هڅه وکړي .

د قره باغ سیمې په هکله د اذربایجان جمهوریت او د ارمنستان د جنګونو نوی پړاو د سپتمبر د میاشتې له اوویشتمې (۲۷) نیټې څخه پیل شوی او تراوسه د دواړو لورو ګڼ شمیر عسکر او  ملکي وګړي وژل شوي دي .

ایران د اذربایجان جمهوریت او د ارمنستان ترمینځ د جنګ له پیلیدا وروسته دواړه هیوادونه اووربند ، د دښمنیو سمدستي ختمولو او د نړیوالو قوانینو او حقوقو په چوکاټ کښې د خبرو اترو پیلولو ته وروبلل .

 

ټیګونه

کمنټونه