Oct 21, 2020 15:37 Asia/Kabul
  • روسیې د امنیت شورا د غونډې غوښتنه وکړه

فارس خبرې اژانس وايي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په لویدیځې اسیا کښې د سولې په هکله د امنیت شورا د ویډیويي غونډې د ترسره کیدا غوښتنه وکړه .

د روسیې خارجه وزیر سرګي لاوروف د فارس خلیج په هکله د امنیت شورا په ویډیويي کانفرنس کښې د جرمني او د امنیت شورا د پینځو (۵) دائمي غړیو په ګډون سره په لویدیځې اسیا سیمې کښې د سولې د ټینګیدا په موضوع سره د دغه غونډې د ترسره کولو لپاره د ولسمشر ولادیمیر پوتین وړاندیز  مطرح کړ .

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د ایران د سپاه پاسداران د قدس ځواک د قومندا ډګر جنرال قاسم سلیماني د شهادت پایلو ته په اشارې سره وویل د قاسم سلیماني له شهادت وروسته په فارس خلیج کښې د بدترې سناریو مخنیوی وشو خو په فارس خلیج کښې حالت هماغه راز خراب دی .

لاوروف وویل د فارس خلیج سیمه د بې ثباتۍ لپاره له خطرناکو ګروهنو سره ښکیله ده .

هغه د ملګروملتونو په امنیت شورا غږ وکړ په دغه سیمه کښې بدلونونه تر نظر لاندې ولري .

 

ټیګونه

کمنټونه