Oct 22, 2020 04:45 Asia/Kabul
  • ارمنستان د جنګ لپاره ډیپلوماټیکه حل لاره رد کړه

سپوتینک خبري اژانس وايي د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان په ټویټر اینټرنیټ پاڼې کښې په یوه(۱) خبر کښې وویل د قره باغ سیمې د لانجې په دغه مرحلې کښې د هغې لپاره ډیپلوماټیکه حل لاره نشته .

هغه پرون وویل ارمنستان یوازې د وسلو په زور سره کولای شي د قره باغ سیمې لپاره حل لاره پیدا کړي .

دا په داسې حال کښې دي چې اذربایجان جمهوریت  څه موده مخکې په مشروط ډول د قره باغ سیمې په هکله د خبرو لپاره چمتو والی اعلان کړ او ټینګار یې وکړ هغه سیمې چې په تیرو وختونو کښې د ارمنستان ځواکونو نیولي دی باکو ته وسپارل شي او قره باغ سیمه هم د اذربایجان جمهوریت د خاورې د برخې په توګه په رسمیت وپیژندل شي .

خو د ارمنستان لومړي وزیر نیکول پاشینیان په دې خبرې ټینګار سره چې د جنګ تر پاې پورې د خپل هیواد د ملت د حقوقو او د ګټو دفاع کوي وویل له قره باغ سیمې پرته ارمنستان معنا نلري .

هغه دغه راز په یوې (۱) ادعا کښې وویل چې په جنګ کښې د اذربایجان جمهوریت لس زره (۱۰۰۰۰) عسکر مړه او ژوبل شوي  او د یو نیم میلیارډه ډالرو په ارزښت د باکو پوځي تجهیزات تباه شوي دي .

 

ټیګونه

کمنټونه