Oct 26, 2020 07:34 Asia/Kabul
  • د نړۍموحّدان دې دفرانسې دسرغنو بې شرمه دښمني محکومه کړي

د فرانسې د حکومت دوه ګوڼه سټنډرډونه لامل شوي ، په دغه هیواد کې په تعلیمي نظام کې دد ین ضده او دغه مشرکانه تفکر هم نفوذ وکړی او تبلیغ ئې زیات شوی دی .

د ایران د اسلامی شورا مشر محمد باقر قالیباف  پرون پخپل یوه ټولنیز پیغام کې لیکلي دي ، دنړۍ مسلمانان او موحّدان دې په یوه خوله  د داسلام له ګران پیغمبر (ص) سره  د فرانسې د کم عقلو او خپل سرو  واکوالانو سپيره او بې شرمه دښمني محکومه کړي .

 قالیباف روښانه کړې ده،ددغو  بې شرمو او بې حیا کسانو  خباثتونه  ، له خداوندمتعال سره د دوي  کفري تفکر ښودنه کوي  او  د دوي دښمنۍ  له درستو آسماني دینونو سره دي .

  همداراز د اسلامی ویښتیا دنړیوالې ټولنې منشي علی اکبر ولایتي  هم  د اسلام دګران پیغمبر په شان کې  سپکاوي  غندلی او وئيلي ئې دي ،د رسول ا... بزرګوار  دسپکاویو نړیوال محکومیّت  باید د سپکونکي  فرانسوي خپرندوئې  د موادو دچاپيدو د مخنیوي او  غونډ،لو  لامل شوي وائ ، خو  د فرانسې د حکومت  دوه ګوڼه سټنډرډونه لامل شوي ، په دغه هیواد کې  په تعلیمي نظام کې  دد ین ضده  او  دغه مشرکانه تفکر  هم نفوذ وکړی او تبلیغ ئې  زیات شوی دی .  ولایتی  ټينګار کړی ،  په درستې نړۍ کې  په تیره بیا په لویدیځي  په ظاهره ماډرن نړۍ کې   داسلام پالنې او اسلام غواړی تفکر زیاتیدا لامل شوي ، د سپيرو او ځيږو خوځښتونو اصلي هدایتونکي او  واکوالان  په څرګنده  صحنې ته وارد شي  او  خپله  بې شرمه او حقیقي څیره  رسوا کړي .

دفرانسې شارلي ابدو خپرونې  په وروستیو ورځو کې هم یوځل بیا د اسلام د ګران پیغمبر په شان کې ګستاخ کارټونونه خپره کړي ، چې  دفرانسې  ولسمشر آمانوئل  ماکرون  هم د ډ يموکراسۍ د اصولو او ډيپلوماټيک عرف څخه لیرې پخپلو یو لړ ځيږو څرګندونو کې  ورځيني په ملاتړ سره وئیلی دي ،فرانسه به هماغه راز د  د اسلام دپیغمبر  په ضد دسپکو کارټونونو خپریدو ته دوام ورکړي .

 

 

ټیګونه

کمنټونه