Oct 26, 2020 13:10 Asia/Kabul
  • آرمينيا له آذربائيجان سره د اسرائيلو فوځي ملګرتيا وغندله

آرمينيا يو ځل بيا د قره باغ په جنګ کښې د اسرائيلي رژيم د مداخلت او غېر مسقيم ګډون وغندۀ.

د تسنيم خبري آژانس د رپوټ له مخې د آرمينيا وزيراعظم نيکول پاشينيان د فرانسې د پارلېمان له استازيو سره په کتنه کښې ادعا وکړه، د ترکيې تخريبي او پراختيا غوښتونکے سياست او له باکو څخه د تل ابيب د وسله ايز ملاتړ دوام د باکو او ايروان په نښتو کښې ټاکونکي رول لوبوي او د دې سبب کيږي چې به قره باغ سيمه کښې نښتې هم هغه شان دوام ومومي.

د آرمينيا ولسمشر همدارنګ د قره باغ په سيمه کښې د نښتو د ختمولو لپاره د مناسبې حل لارې په اړه په دغه کتنه کښې له نړيوالې ټولنې څخه د خپل هېواد د خلقو غوښتنې او هيلې مطرح کړې.

د آرمينيا د دفاع د وزارت وياند آرتسرون هوهانيسيان په دې وروستيو وختونو کښې  وويل، اسرائيل او ترکيه د بشردوستانه مرستو په بهانه په آذربائيجان جمهوريت فوځي سازوسامانونه خرڅوي.

د ويلو ده چې اسرائيلي رژيم د ډېرو پرمختلليو يرغلي ډرون الوتکو په شمول د آذربائيجان جمهوريت شپېتۀ فيصده وسلې پوره کوي، آذربائيجان جمهوريت د  دغو وسلو په بدل کښې د اسرائيلو د ضرورت وړ دريمه برخه تېل برابروي.

 

ټیګونه