Oct 27, 2020 05:59 Asia/Kabul
  • فرانسه د ترهګرو اقداماتو پړه د رحمت او عقلانیت په دین اچوي

د ایران د وسله والو ځواکونو لوې درستیز وویل: د فرانسې په شمول لویدیځ حکومتونه چې د داعش په شان تکفیري او ترهګرې ډلې یې جوړې کړې دي، غواړي چې د ترهګرو اقداماتو پړه د رحمت، حکمت او عقلانیت پر دین یعنې په ګران اسلام پورې وتړي.

جنرال محمد باقري پرون وویل: د اسلام د ګرانقدره پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) خلاف د سپکو کاریکاټورونو د خپریدو له دوامه په ملاتړ کښې د فرانسې د ولسمشر امانوئل مکرون د بشري حقوقو خلاف څرګندونې چې هغه د سکولرازم د ارزښتونو ملاتړ بللې دی، یوځل بیا د بشري حقوقو د دروغجنو مدعیانو ماهیت په ډاګه کړ او ویې ښودله چې هغوي د نړیوالو قواعدو او اصولو په اپوټه الهي دینونو ته احترام ته هیڅ پاملرنه نه لري.

جنرال باقري د نړۍ له پوهانو وغوښتل چې د فرانسې چارواکو او واکمنانونو ته د سپارښتنې په ترڅ کښې له هغو وغواړي چې دا خطرناکه لوبه پریږدي او د ولسونو په تیره بیا د څه باندې یو نیم میلیارډ مسلمانانو له جذباتو او دیني احساساتو سره دې لوبې نه کوي.

د ویلو ده چې د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون د هغه کس له قتل وروسته چې د رسول ا... مبارک په هکله سپک تصویرونه یې د درس په کلاسونو کښې نندارې ته وړاندې کړې وو، د دغه شان انځورونو له خپریدو په ملاتړ سره یې، د بیان د آزادۍ په پلمه ټینګار وکړ چې هیواد به یې د دغه تصویرونو له خپریدو ملاتړ وکړي.

ټیګونه

کمنټونه