د یوولسم معصوم امام د نیکمرغه زوکړې مبارکي ومنئ
نن د نړۍ د ژغورونکي (امام زمان علیه السلام) د زیري ورکونکي او پلار امام حسن عسکري علیه السلام د میلاد کلیزه ده.
نن د نړۍ د ژغورونکي (امام زمان علیه السلام) د زیري ورکونکي او پلار امام حسن عسکري علیه السلام د میلاد کلیزه ده.
د ایران خلک هر کال د مسلمانانو د یوولسم معصوم امام حضرت حسن عسکري علیه السلام د زوکړې په شپه خپل ښارونه چراغاني کوي او د شیرینیو یا مټایانو او شربتونو په ویشلو سره د دې مبارکې ورځې جشن لمانځي خو سږ کال د کرونا وایرس د خپریدو په وجه دغه ډول دستورې ترسره نه شوې.
حضرت امام حسن عسکري علیه السلام د ۲۳۲ هجري قمري کال د ربیع الثاني یا دویمې خور د میاشتې په اتمه نیټه په مدینې منور ې کښې دنیا ته راغلې و.
دغه بزرګواره امام د شیعه افکارو په بیانولو او د دیني شبهاتو په ختمولو سره د اسلام د مبین دین د ساتنې او پراخونې کار ته ملا وتړله او د حضرت مهدي (عج) د امامت په وختو کښې د مسلمانانو د کړنلارې په بیانولو سره یې هغوي د وروستي معصوم امام د غیبت پړاؤ ته تیار کړل.
د شیعیانو یوولسم امام د قرآن مجید بې سارې مفسر و او د خپل امامت په دوران کښې یې خلکو ته د دغه اسماني کتاب د تفسیر صحیح طریقه وښودله او د ژغورونکي د راتلو په زیري سره یې مسلمانان د اسلام لوړو آیډیالونو او ارمانونو ته رسیدو ته هیله مند کړل.
نو مونږ هم د ایران د راډیو او ټیلیویژن د ادارې په استازیتوب د نړۍ ټولو مسلمانانو او پتمنو انسانانو ته په تیره بیا خپلو ګرانو اوریدونکو او مینه والو ته په دې مناسبت مبارکي وایو.