Nov 25, 2020 04:40 Asia/Kabul
  • شیخ ابراهیم الزکزکی دې سملاسي خوشی شي

د پاکستان د وحدت مسلمین غورځنګ ویندوي ددې خبرې په کولو سره چې شیخ زکزاکي په نړۍ کې د میلیونونو مسلمانانو یو محبوب مشر دی زیاته کړې ده ، دنړۍ مسلمانان د اسلام د پاک دین د دودولو په لاره کې د هغه ستر خدمات او سرښیندنې هیڅکله هم نه هیروي .

 زمونږخبریال ر اپور راکړ د پاکستان دمجلس وحدت مسلمین غورځنګ ویندوي مقصود حسین ډهومکي د نیجریه د اسلامی غورځنګ د رهبر شیخ ابراهیم الزکزاکی  دجسماني وضعیّت په خرابیدو باندې په  اندیښنې څرګندولو سره  د هغه د سملاسی  خوشي کیدا غوښتنه کړې ده .

 مقصود حسین ډهومکي  د شیخ الزکزاکي  په ضد د غیر قانونی او د جوړو شوو تورونو  په  محکومولو سره  وئيلي دي ،په بند کې د شیخ زکزاکي او د هغه د ماندنې روغتیائي وضعیّت خطرناک دی .

  د  پاکستان د وحدت مسلمین غورځنګ ویندوي ددې خبرې په کولو سره چې شیخ زکزاکي په نړۍ کې د میلیونونو مسلمانانو یو محبوب مشر دی زیاته کړې ده ،د نړۍ مسلمانان د اسلام د پاک دین د دودولو په لاره کې د هغه ستر خدمات او سرښیندنې  هیڅکله هم نه هیروي .

شیخ ابراهیم الزکزاکي  او دهغه ماندینه ، د ۲۰۱۵کال د دسمبر په دیارلسمه نیټه  دنیجریه  په زاریا ښار کې په امامباړې د دغه هیواد د پوځیانو په بوږنونکي یرغل کې چې  د سلګونو حسینی عزادارو د شهیدیدو لامل شوي ، نیول شوی دي .  

 

ټیګونه