په قره باغ کې د روسیې او ترکیې اختلافات
د قره باغ په سیمه کې د ترکي فوځيانو د ځای پر ځای کېدو لپاره د ترکیې هڅې د قره باغ په سیمه کې د ترکیې او د روسیې تر مینځ د اختلافاتو سبب ګرځېدلی دی.
د ترکیې یو حکومتي چارواکی چي د نوم د نه اشوا کېدو په شرط رویټرز ته وویل: د مسکو او د انقرې تر مینځ د اختلاف تر ټولو لوی ټکی د قره باغ په سیمه کې د څارونکې په توګه د ترکي ځواکونو ځای بر ځای کېدا ده.
دغه ترکی چارواکی وویل: د روسیې له نظره په قره باغ سیمه کې د ترکي پوځیانو ځای پر ځای کېدا یو غیر ضروري کار دی.
خو بیا هم روسیه تر دې مخکې اعلان کړې وه چی د قره باغ په سیمه کې به یوازې روسي سوله ساتي ځواکونه ځای پر ځای شي او د اذربایجان-ارمنستان او روسیې په موافقه لیک کې د ترکي ځواکونو د حضور مساله نه ده ذکر شوې.
د دې موافقې پر بنیاد د قره باغ هغه سیمي چي په وروستیو جګړو کې د اذربایجان له خوا نیول شوي د اذربایجان په واک کې پاتي کیږي.
ارمنستان او اذربایجان د نوومبر پر ۱۰ باندې د روسیې په مینځګړیتوب سره د قره باغ د جګړې د ختمولو په موخه موافقې ته سره ورسېد.