Nov 25, 2020 17:33 Asia/Kabul
  • د امریکا راتلونکې اداره باید د ټرامپ د ناسمو سیاستونو جبران وکړي

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د امریکا د اوسني ولسمشر تخریبي اقداماتو ته په اشارې سره وویل: د امریکا راتلونکې اداره باید د ټرامپ د بشري ضد او ترهګریزو سیاستونو په غندلو سره د ناسمو سیاستونو جبران وکړي.

د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر حسن روحانی د دښمن د اقتصادي جګړې په وړاندې د ولس په قدرونې سره وویل: د ایران د ولس د بریالیتوب له نښو څخه یوه نښه د ټرامپیسم د دورې ختمېدا ده.

روحانی د ایران د ولس په وړاندې د ټرامپ جنایتونو او د هغه د ولسمشرۍ د دورې ختمېدو ته په اشارې سره یادونه وکړه: ټرامپ د نړۍ د خپلواکو ولسونو لکه د فلسطین او د ایران د ولسونو په وړاندې د تاریخ تر ټولو ستر جنایت تر سره کړئ.

هغه وویل: د امریکا راتلونکې اداره د ټولو هغو اقداماتو په وړاندې چي د امریکا څېره خرابه کړې باید ستر اقدامات وکړي او د دې هیواد د تېرو تېروتنو جبران وکړي.

 

ټیګونه