Nov 26, 2020 12:45 Asia/Kabul
  • امریکا د سوریې د خلکو د تیلو او پانګې په لوټلو لګیا ده

په ملګرو ملتو کښې د ایران دائمي استازي یواړخیز بندیزونه غیرقانوني، غیرانساني او په ماتې محکوم وبلل او ویې ویل: امریکايي ځواکونه د شام د خاورې د نیواک په دوام سره د دغه هیواد د تیلو او پانګې په لوټلو بوخت دي.

د ایرنا د خبر له مخې مجید تخت روانچي د ملګرو ملتو د امنیت شورا په غونډې هغې غونډې کښ چې د سوریې په هکله ترسره شوه، زیاته کړه: امریکايي ځواکونه د سوریې د ځینو سیمو په نیولو سره له ترهګرو سره د مبارزې په جامه کښې د جبهة النصره (تحریر الشام) په شان له ځینو ترهګرو ډلو ملاتړ کوي او د سوریې د خلکو د پانګې او تیلو په لوټنې اخته دي.

تخت روانچي د سوریې د حاکمیت د بشپړ احترام په ضرورت باندې ټینګار وکړ او د هغو ټولو ډلو د وتلو غوښتنه یې وکړه چې د شام د حکومت له رسمي اجازتنامې پرته په دغه هیواد کښې شتون لري.

ټیګونه