Nov 27, 2020 16:23 Asia/Kabul
  •   دجوبایډن حکومت دې په لویدیځي آسیا کې له بلاغوښټنې ډډه وکړي

روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین چې تر دې د مه ئې د جوبایډن په منتخب کیدا د مبارکۍ د پيغام له لیږدولو هم ډډه کړې ده ، د امریکا اوروسیې داړیکو په باب وئيلي دي ، د ماسکو اوواشنګټن اړیکې دومره ترینګلي شوي دي ، چې له دې لا بدتر کیدا ئې ممکنه نه ده او باید امریکا راتلونکی حکومت دې دغه ترینګلي فضا په ښه والي بدله کړي .

زمونږخبریال  راپور راکړ  د روسیې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف  په یولړ څرګندونو کې وئيلي ديد امریکا نوی ټاکل شوی ولسمشرجوزف بایډن دې په لویدیځي آسیا سیمې کې  له بلاغواړو اقداماتو  چې د درستې سیمې لپاره  ګواښ دي ،  ډډه وکړي .

لاؤروف  په نورو هیوادونو کې د امریکا د ګوت وهنو په باب زیاته کړې ده،په عراق،افغانستان، یمن ،سورئې  اولیبیا کې د امریکا اودهغې دمتحدانو  مداخلتونو ددغو هیوادونو لپاره له کنډوالو ،وژلو او ناکراریو پرته بل څه نه دي درلودلي .

 د روسیې خارجه وزیر ټينګار کړی ،ډیره مهمه ده چېد امریکا راتلونکی حکومت  له دغه شان بلاغواړو اقداماتو ډډه وکړي .

داپه داسې حال کې دي چې د  روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین  چې تردې د مه ئې د جوبایډن  په منتخب کیدا د مبارکۍ د پيغام  له لیږدولو هم ډډه کړې ده،د امریکا اوروسیې  داړیکو په باب وئيلي دي،د ماسکو اوواشنګټن  اړیکې دومره ترینګلي شوي دي،چې له دې لا بدتر کیدا ئې ممکنه نه ده او باید امریکا راتلونکی حکومت دې دغه ترینګلي فضا په ښه والي بدله کړي .

 

ټیګونه