Nov 28, 2020 04:54 Asia/Kabul
  • له اسلامه ویرولوسره دمقابلې د نړیوالې ورځې ټاکل اړین دي

د اسلامی ملګرتیا موسیسې سیکرټریټ دې ، د مسلمانانو د لمسولو او د نفرت اچونې د غیر قانونی بللو په عنوان سره دې د نړۍ د خبرولو برخه پرانیزي

 ایرنا خبری اژانس راپور ورکړ د پاکستان خارجه وزیر بیګا دنیجر په پلازمینې  نیامي کې د اسلامی ملګرتیاموسیسې  د غړو هیوادونو دخارجه وزیرانو په اوه څلویښتمې ناستې کې  پخپلې وینا کې  په لویدیځ کې د  دمسلمانانو   سپيڅلتیاؤ ته دبې احترامۍ  په دودولو او  په فلسطین کې  د صهیونیسټي رژية  دنیواکګرو اقداماتو  دوام ، داسلامی  نړۍ  اصلي اندیښنې وبللې او   له اسلامه د ویرولو له پروسې سره ئې د  مقابلې دنړیوالې ورځې د ټاکلو غوښتنه وکړه .

 شاه محمود قریشي وئيلی دي ، له اسلامه د  ویرولو پروسه یوه داسې ښکارنده ده چې  نن سبا ئې  په لویدیځي نړۍ کې  د دودیدا شاهدان یوو او باید  ورسره دمقابلې لپاره  نړیوال ګام پورته شي .

 هغه  د پاکستاني پلاوي د مشر په توګه  له اسلامه د ویرولو له پروسې سره د مبارزې د نړیوالې  ورځې په توګه دمارچ  پنځلسمه نیټه  مطرح کړه او وې وئيل ،  پاکستان  په همدې باب  د  ا سلامی ملګرتیاموسیسې سیکرټریټ ته  یو پریکړه لیک هم وړاندې کړی دی .

  شاه محمود قریشي ،  د بیان د آزادۍ په پلمه د اسلامی سپيڅلتیاؤ دسپکاویو په باب شرمونکي  اقدامات  د نه منلو وړ وبلل او د اسلامی ملګرتیا موسیسې  دغړو هیوادونو خارجه وزیرانو ټول ته ئې په خطاب کې غوښتنه وکړه ،ددغې موسیسې سیکرټریټ  دې ، د مسلمانانو د لمسولو او د نفرت اچونې د غیر قانونی بللو په عنوان سره دې  د نړۍ د خبرولو  برخه پرانیزي

 

ټیګونه