د ډاکټر فخري زاده ترور به غچ اختسنې نوره هم زیاتې کړي
د ا یران د ایټمي سائنس پوه ډاکټر فخري زاده په ترور د امریکا ځیني سیاسی ،علمی اوڅيړنیز شخصیتونو هم غبرګون ښودلی او دا ئې له ایران سره د ډيپلوماسۍ دمخنیوی لپاره یوه ستره دسیسه بللې ده .
ایرنا خبری آژانس راپورورکړی ، د امریکا د کنټیکټ ایالت ډيموکراټيک سناتور کریس مورفی دډاکټر فخري زاده د ترور په غبرګون کې په ټويټر کې لیکلی دي ، که ددغه ترور لومړنۍ موخه له ایران سره د نړیوالې ایټمي موافقې دبیرته ګرځولو سختول وي ،نو دغه اقدام به امریکا ،اسرائيل او نړۍ لا باثباته نه کړي .

دامریکا د استخباراتي ادارې سي آئي اې پخواني مشر جان برنن هم دغه ترور یو جنایی اقدام بللی او خبرداری ئې ورکړی دی ، ممکنه ده دغه اقدام په سیمې کې د مرګوني غچ اخستنې او د نووو نښتو لامل شي . دامریکا دخارجه وزارت پخواني چارواکي او د سټراټژيکو مطالعاتو د نړیوالې اکاډمۍ مدیر مارک فیټزپاټریک هم په ټولنیز پیغام کې لیکلی دي ، دډاکټرفخري زاده دترور دلیل ، د ایران دجنګي ظرفیّت مخه نیولل نه دي ،بلکې د ډيپلوماسۍ مخه نیولل دي .د کوئنسي اکاډمۍ اجرائي مرستیالې او د امریکا ایران د چارو فعالې میرمن تریټا پارسي هم په دې باب په ټولنیز پیغام کې لیکلی دي ، دډاکټر فخري زاده دترور واقعي هدف جوزف بایډن او له ایران سره د ډيپلوماسۍ دبیرته ګرځولو لپاره د هغه نیّت ؤ .