جوبایډن د فخري زاده په ترور لومړنی غبرګون وښود
جوزف بایډن دایران په ضد ډونالډټرمپ دسیاستونو په تیروتنې په ټينګار سره وئيلي دي ، دغه سیاستونه د ایران د ایټمي پوهې او توان دپیاوړتیا لامل شوي دي .
فارس خبری آژانس راپور ورکړ د امریکا نوی ټاکل شوي ولسمشر جوزف بایډن د ایران د ایټمي سائنسدان او ددفاعي چارو د پوه محسن فخري زاده په ترور پخپل لومړني غبرګون کې وئيلی دي ، دفخري زاده ترور له تهران سره د هغه په تعاملاتو کې د پیچلتیازمینه جوړونکی دی .
جوزف بایډن دایران په ضد ډونالډټرمپ دسیاستونو په تیروتنې په ټينګار سره وئيلي دي ، دغه سیاستونه د ایران د ایټمي پوهې او توان دپیاوړتیا لامل شوي دي .
ډونالډټرمپ امریکا د جامعې نړیوالې ا یټمي موافقې پشمول له ډيرو زیاتو نړیوالو تړونونو او موافقو او اورګانونو امریکا ویستلې ده .داپه داسې حال کې دي ، چې جوزف بایډن پخپلو انتخاباتي کمپین کې دغو تړونونو او اورګانونو ته دبیرته ستنیدا ژمنه کړې ده .