Dec 23, 2020 06:22 Asia/Kabul
  • د برجام په اړه د ۲۲۳۱ پرېکړليک د اجرا د څېړنې لپاره د امنيت د شورا غونډه

پرون د برجام په اړه د ۲۲۳۱ پرېکړليک د اجرا په باره کښې د شپږمياشتني رپوټ د وړاندې کولو لپاره د ملګرو ملتو د امنيت د شورا غونډه د ويډيو کانفرنس له لارې جوړه شوه.

د الجزيرې د رپوټ له مخې په ملګرو ملتو کښې د اروپائي اتحاديې استازي الوفو اسکوک پرون په  دغه غونډه کښې د اروپائي اتحاديې د بهرني سياست د مشر او د برجام غږملونکي جوزف بورل په استازيتوب له برجامه د امريکې غېر قانوني وتلو او د دغې اېټمي موافقې په وړاندې د اروپايانو بدقوليو ته بې له څه اشارې ويلو د ايران د ايټمي موافقې لپاره څه بديل وجود نه لري، د مشکلاتو باوجود د بروکسل او تهران ترمېنځ ملګرتياوې دوام لري او اروپائي اتحاديه له ايرانه د اقتصادي بنديزونوو په لرې کولو پابنده ده.

هغه زياته کړه امريکه د برجام غړې نه ده او له  دغې موافقې له وتلو وروسته يې له دې سره متعلقو فعاليتونو کښې ګډون نه دے کړے نو ځکه د ايران په خلاف د نړيوالو بنديزونود آټومېټک اجرا بهير شروع کړي.

د ملګرو ملتو مشر مرستيال عم وويل، د ايران په خلاف د خپلو يو اړخيزو بنديزونو په احيا کولو کښې د امريکې اقدام په برجام او د ۲۲۳۱ پريکړليک کښې د ټاکلو اهدافو خلاف دے.

د امنيت په شورا کښې د چين استازي هم په دغه ناسته کښې په خپلو ژمنو باندې د برجام د ټولو لورو د پابندۍ د لازموالي په بيانولو سره وويل، له ايران سره د يټمي موافقې په سر بيا خبرې اترې به د بحران په هواري کښې څه ونډه ونه لري.

هغه همدارنګ وويل، په اوس حال کښې ترټولو مهمه دنده دا ده چې امريکه خپلې رويې اصلاح کړي او بې له قېدوشرطه برجام ته راستنه شي.

د جرمني استازي هم په خپله وېنا کښې د ايران د ايټمي موافقې ساتنې ته د خپل هېواد ګروهنې ته په اشارې سره ادعا وکړه چې هېواد يې د پرمختلليو سانټريفيوژونو په نصبولو کښې د ايران اقدام اندېښمن کړے دے.

د برطانيې استازي هم په دغه غونډه کښې وويل هېواد يې په برجام باندې په کلکه توګه ژمن دے.

د فرانسې استازي هم په خپله وېنا کښې واضحه کړه مونږ له ايران سره د ايټمي موافقې د ساتنې لپاره په حساسه شېبه کښې شتون لروو.

همدارنګ د روسيې استازي هم وويل، د ايران په خلاف د امريکې اقدامات له عقلانيت نه لرې خبره ده  او ملګري ملتونه د امريکې په مقابل کښې د ټينګ اودرېدو مېړانه نه لري.

د امنيت په شورا کښې د امريکې استازي د تهران په اړه د خپلو ادعاګانو په تکرارولو سره مدعي شو ايران پکار دے د توغنده اي پروګرام په باره کښې مفاد لرونکې بشپړه موافقې په سر د خبرو اترو مېز ته راشي.

 

 

ټیګونه