ټرمپ، د بشری حقوقو لپاره ستره غمیزه
د امریکا د کانګرس پخواني ډيموکراټيک استازي لوئس ګوترس په وینا، اوس نوره په سلو کې سل مشخصه شوې ده چې ټرمپ یو توکمپال کس دی او هغه ارزښتونه چې د مونږ اساسی قانون ئې تضمینوي ، دی ئې نه مني .
د بشري حقوقو ددفاعي ادارې اجرائي مدیر کنټ روث ددغه نړیوال اورګان په کلني راپور کې د امریکا ولسمشر ډونالډټرمپ د بشری حقوقو لپاره یوه غمیزه ناک کس بللی او ټينګار ئې کړی ، ټرمپ پخپل څلور کلني پړاؤ کې بشري حقوقو ته په بشپړ ډول بې پروا پاتې شوی او حتی غلیمانه کړچار ئې درلودلی دی . هغه روښانه کړې ده ، دغه واقعیّت چې ټرمپ پخپل هیواد کې پر بشري حقوقو سترګې پټې کړي دي او له هیواده بهر ئې خپل سري او کرغیړن اقدامات لمسولي دي ،په نړۍ کې ئې د امریکا اعتبار او باؤر ډير زیات کمزوری کړی دی .
د ټرمپ سیاستونو او اقداماتو ته په اشارې سره دامریکا په داخل کې د بشری حقوقو په باب د هغه نه منونکي کارنامو ته د بشري حقوقو ددفاعي ادارې ددغه لوړپوړي چارواکي اشاره،په دې زمینې کې یوه معنا پیدا کوي ، ترمپ پخپل څلور کلنې واکوالۍ کې په امریکا کې د توکمیزو نفرتونو دزیاتولو لپاره پراخه هڅه کړې ده او په دې زمینې کې ئې پخپلو ناسمو دریځونو سره د سپین پوستو د برلاسي ښودلو او د توکم پرستو ګروهنو لرونکو افراط پالو غورځنګونو د فعالیتونو له دودولو او پراخولو سره ډیره مرسته کړې ده .
د امریکا د کانګرس پخواني ډيموکراټيک استازي لوئس ګوترس په وینا، اوس نوره په سلو کې سل مشخصه شوې ده چې ټرمپ یو توکمپال کس دی او هغه ارزښتونه چې د مونږ اساسی قانون ئې تضمینوي ، دی ئې نه مني .

له بل پلوه د ټرمپ په واکوالۍ کې له بل هر وخته زیات په امریکا کې دیني او توکمي لږکي ډير زیات تردباؤ لاندې ورغلی دي . ددغې چارې یو روښانه مثال، د لاتیني توکمه کډوالو په ضد ددباؤنو زیاتیدا او له امریکا د دوي د ویستلو لپاره بې مخینې اقدامات او دغه راز امریکا ته د ځينو اسلامی هیوادونو د ښاریزو د ورتلو د مخنیوي لپاره د ولسمشرۍ د فرمانونو د لاسلیک او اجرا له لارې د قانوني محدودیّتونو او منع کولو رامینځةکول دي . البته د ټرمپ په واکوالۍ کې د بشري حقوقو دخلاف ورزۍ ترټولو مهم اړخ، چې هغه پکې ډير زیات رول لوبولی دی ، د تورپوستو په ضد په تیره بیا د امریکا د پولیسو له خوا د تاؤتریخوالو زیاتیدا ده . ددغې موضوع یو څرګند مثال ، د امریکا د مینه سوټا ایالت په مینا پولیس ښار کې د مئ په ۲۵نیټه دپولیسو د یوه افسر په لاس د جارج فلوئيډ په نامه د یوه تورپوستي په وحشي ډوله وژلې د ټرمپ غبرګون ؤ چې د امریکا د ټولنې په جوړښت کې ئې د سسټماټیک شوي توکمپالنې په محکومیّت کې په درستې امریکا کې د بې مخینې اعتراضونو او مظاهرو د رامینځةکیدا لامل شو. ټرمپ ، د اعتراض کونکو په ځپلو ټينګار او حتی ځینو هغو ایالتونو اوښارونو ته ئې د ملی ګارډ د لیږدولو فرمان صادر کړ چې پکې د اعتراضونو لمن پراخه شوي وه . ټرمپ ددغه توکمپال اقدام د محکومولو او د پولیسو دتاؤتریخوالي له قربانیانو سره د خواخوږۍ په ځاي ، د رنګین پوستو په وړاندې د امریکا د پولیسو د ظالمانه رَوئې ملاتړ وکړ .

دډونالډټرمپ په وسیله د بشري حقوقود ښکاره خلاف ورزۍ یو بل اړخ ، دایران ،ونزویلا او کیوبا په څير د امریکا د سلطه ګرۍ دمخالفو هیوادونو په وړاندې د هغه ظالمانه رَوئې سره اړوندیږي .ټرمپ دخپلې واکوالۍ په پړاؤ کې ددغو هیوادونو او د دوي د ولسونو په ضد پراخ ظالمانه بندیزونه د خپل بهرنی سیاست لومړیتوب وګرځول . په عین حال کې د امریکا خارجه وزارت په کرتو دغه هیوادونه ، دبشري حقوقو په خلاف ورزۍ هم تورن کړي دي . په داسې حال کې چې ټرمپ داسرائيلو اوسعودي عربستان پشمول دامریکا د متحدانو په وسیله دبشري حقوقو دښکاره خلاف ورزۍ په زمینې کې په بشپړ ډول بې پروا دی او پرې ئې سترګې پټې کړي دي .
د بشري حقوقو ددفاعي ادارې د اجرائي مدیر کنټ روث په وینا ، د ونزویلا، کیوبا یا ایران په ضد دامریکا محکومیّتونه هاله پوچ او چټي شول چې له دې سره په یووخت ، د سعودي عربستان او حتی د اسرائیلو ستاینه وشوه . صهیونیسټ وحشي رژیم د فلسطینیانو په ضد تر ټولو ستر او بوږنونکي جنایتونه کړي دي ، سعودي عربستان هم دبشري حقوقو په زمینې کې داسې تورتمه کارنامه لري ، چې ښکاره مثال ئې د عربستان د ولی عهد محمد بن سلمان په مستقیم حکم سره دسعودي خبریال جمال خاشقچي بوږنونکي وژله ده . په دې زمینې کې هم ټرمپ د سیاسی ملاحظاتو او اقتصادي اوتجارتي ګټو په دلیل پرې سترګې پټې کړې او د سعودي عربستان د ولی عهد د رټلو او محکومولو لپاره هیڅ اغیزشیندونکی اقدام ونه کړ .