Jan 17, 2021 06:28 Asia/Kabul
  •   مایک پمپئو د امریکا دتاریخ تر ټولو کرغیړن خارجه وزیر وګڼل شو

هغه په اګست میاشت کې پر ملګروملتو دباؤنه واچول څو په ایران د دودو وسلو خرڅلاؤ بایکاټ کړي ، چې په دې زمینې کې له امریکا د امنیت شورا یوازې یوه غړي ډومنیکن جمهوریت ئې ملاتړ وکړ او نورو درستو غړو هیوادونو ئې مخ تور کړ ، چې له امله ئې په درستې نړۍ کې ا مریکا په شرمونو وشرموله .

 ایرنا خبری آژانس راپور ورکړ  د امریکا سلیټ خپرونې د فرډکپلان په قلم سره لیکلي دي ،مایک پمپئو  د امریکا د خارجه وزیر په توګه پخپل دوه کاله نهه میاشتني ماموریت کې   هیڅ هغه کار چې  دامریکاارزښتونه ، امنیت او یا د اوسني حکومت سیاستونه ئې پیاوړي کړي وي ،نه دی کړی  او داسې هیڅ رول ئې نه دی لوبولی .

 فرډ کپلان  ددې خبرې په کولو سره چې  د مایک پمپئو لپاره دبې شرمۍ ستره  او اږد تاریخ رقم شوی دی ، وئيلي دي ، هغه په اګست میاشت کې پر ملګروملتو دباؤنه واچول  څو  په ایران د دودو وسلو خرڅلاؤ بایکاټ کړي ، چې په دې زمینې کې  له امریکا د امنیت شورا یوازې یوه غړي  ډومنیکن جمهوریت  ئې ملاتړ وکړ او نورو درستو غړو هیوادونو ئې مخ تور کړ ، چې له امله ئې په درستې نړۍ کې ا مریکا په شرمونو وشرموله .

 کاپلان دې ته په اشارې سره چې  چین  د مایک پمپئو د اندیښنې یو بل عامل دی  او هغه  په بیجینګ کې د  حکومت بدلول غواړي ، وئيلي دي ،دامریکا  خارجه وزیر  دچین د واکوالۍ او نظام  د ماهیّت په سم درک  نه لري  په نتیجې کې  له ملنډو ډکې خبرې  ئې د هیچا له خوا نه منل کیږي ، دشمالی کوریا په موضوع کې ماته خوړلې ، دونزویلا او کیوبا په موضوعګانو کې ئې هیڅ روغه خبره نه ده کړې ، چې  د مایک پمپئو زیاتره له ملنډوډکو څرګندونو  دنړۍ په ګوټ ګوټ کې د متحده ایالاتو  منزوي کیدا اندازه  لازیاته کړې ده .

 

ټیګونه