Jan 18, 2021 07:48 Asia/Kabul
  • اروپائي اتحاديې صهيونېسټ مېشته ښارګي جوړونه د نړيوالو قوانينو په خلاف وبلله

د اروپائي اتحاديې د خارجه سياست د مشر وياند پرون د يوې بيانيې په جاري کولو سره په فلسطيني زمکو کښې د اسرائيلي ښارګي جوړونه په غېرقانوني والي تاکيد وکړ.

د اېرنا د رپوټ له مخې پيټر سټېنو په دغه بيانيه کښې د اردن په لويديځه غاړه کښې د نويو اته سوه صهيونېسټ مېشته ښارګيو جوړولو لپاره د صهيونېسټ رژيم پلان ته په اشارې سره وويل، په فلسطيني زمکو کښې د اسرائيلو ښارګي جوړونې د نړيوالو قوانينو په خلاف چاره ده.

سټينو د صهيونېسټي رژيم د دغه اقدام په غندلو سره له دغه رژيمه وغوښتل چې ښارګي جوړونه دې بنده کړي.

د صهيونېسټ رژيم وزيراعظم بنيامين نتن ياهو په دې وروستيو کښې په لويديځه غاړه کښې د نويو اتو سوو صهيونېسټ مېشته ښارګيو د جوړولو لپاره د دغه رژيم د فېصلې خبر ورکړ.

 

ټیګونه