جوبایډن د ټرمپ ځینې پرېکړې بیرته اخلي
د امریکا منتخب ولسمشر جوبايډن به د واک ترلاسه کولو وروسته د ټرمپ یو شمېر لانجمنې پرېکړې بیرته واخلي.
د امریکایي رسنیو د راپور سره سم، د جوبایډن د دفتر مشری ته نوماند ران کلين د جنورۍ پر ۱۶مه خپلو کارکوونکو ته په یو لیک کې ویلي چي بایډن به د صدراتي حکم په صادرولو سره د ټرامپ ځینې لانجمنې پریکړې وګرځوي.
ران کلین ویلي چې د جوبایډن په دې لومړیو ګامونو کې به د ځينې اسلامي هيوادونو منجمله د ایران پر وګړو امریکا ته د سفر بنديزونه لیري کړي.
نوموړی زیاته کړې چي بایډن به د ولسمشرۍ په اوله ورځ پاریس کلایمیټ تړون ته بیرته ور وګرځي.
دا به د امریکا د تګلارو بدلولو په لړ کې د جوبایډن لخوا د یو شمیر صدارتي احکاماتو لومړی حکم وي.
په امریکا کې د ولسمشر احکامات د کانګرس لخوا قانوني منظورۍ او یا اجازت ته اړتیا نه لري.
ټاکل شوې ده چې منتخب ولسمشر جوبایډن د جنورۍ پر ۲۰مه د ولسمشرۍ لوړه وکړي.