Jan 19, 2021 07:58 Asia/Kabul
  • د بي بي زهرا(س) د عزادارۍ د وروستۍ شپې مراسم د معظم رهبر په شتون کښې ترسره شوه

د حضرت فاطمه زهرا سلام الله علیها د شهادت د ویر او ماتم د مراسمو وروسته شپه په امام خمیني(رح) امامباړه کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په شتون سره ترسره شول.

د حضرت فاطمه زهرا سلام الله علیها د شهادت د ویر او ماتم د مراسمو وروسته شپه په امام خمیني(رح) امامباړه کښې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر په شتون سره ترسره شول.

په دغو مراسمو کښې حجت الاسلام والمسلمین رفیعي په خپله وینا کښې حضرت فاطمه زهرا(س) د حق د دفاع اسوه وبلله او ویې ویل: په مسجد نبوي(ص) کښې د حضرت صدیقه کبری تاریخي خطبه، له حقه دفاع ته د خلکو د مجاب کولو لپاره له هغوي سره مخامخ خبرې اترې او د ولایت د حق د وریادولو لپاره یې د مهاجرینو او انصارو د کور ورونو ته ورتګ او پر هغوي د حجت تمامول له دلایت څخه په دفاع کښې د هغې قدرمنې بي بي له بې سارو او تل پاتې ګامونو څخه دي.

په دغو مراسمو کښې هم داشان حجت الاسلام اکبر پور ماتم وکړ او روضه یې وویله.

په امام خمیني(رح) امامباړې کښې د حضرت بي بي زهرا(س) د شهادت د شپو ورځو په مناسبت د عزادارۍ مراسم له تیرې پنجشنبې څخه پیل شوي وو.

 

ټیګونه