Jan 25, 2021 05:23 Asia/Kabul
  • مېکرون او بائيډن د روسيې، چين او ايران په اړه ټيلفوني خبرې اترې وکړې

سپينې ماڼۍ د يوې بيانيې په خپرولو سره د د امريکې او فرانسې د ولسمشرانو د ټيلفوني خبرو اترو او د روسيې، چين او د اېشيا د لويديځې سيمې په شان د ګډ بهرني سياست د ترجيحاتو په باره کښې له يوبل سره د ملګرتيا لپاره د دواړو خواو د موافقې خبر ورکړ.

د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې د سپينې ماڼۍ د بيانيې له مخې جوبائيډن او امانوئل مېکرون په دغو ټيلفوني خبرو اترو کښې موافقه وکړه چې د روسيې، چين، ايران، د اېشيا د لويديځ او ساحلي سيمې په شمول د دواړو لورود بهرني سياست د ترجيحاتو په باره کښې له يو بل سره نزدې ملګرتياوې ولري.

بائيډن او مېکرون همدارنګ موافقه وکړه چې دواړه هېوادونه له کورونا وائرسو سره د مبارزې، د اقليمي بدلونونو بحران او د نړيوالو اقتصادو احياء په شمول له بهرني سياست سره د اړوندو مسائلو په باره کښې خپل سياستونه غږملي کړي.

 

ټیګونه