Jan 25, 2021 14:55 Asia/Kabul
  • د تهران او کابل ځینی نننۍ ورځپاڼې

د تهران د پښتو خپرونې خوږومینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت کې یوو ، په پيل کې هم د تهران او ورپسې هم دکابل چاپ ځيني ورځپاڼې درسره شریکې کوو ،هیله ده ترپایه راسره ملتیا وکړئ.

دا هم د تهران چاپ کیهان ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې  نن لیکلي دي،د یمن خبرو سرچینو  وئيلي دي ،چې د امریکا له خوا د انصار ا...ولسی غورځنګ باندې  په بندیز په اعتراض کې ددغه هیواد د خلکو له مظاهرو سره په یووخت د نړۍ د اولسو هیوادونو خلک  هم  په یووخت واټونو ته راوځي  څو د  یمن د ظالمانه  جنګ دختمیدا غوښتنه وکړي .

 دغې ورځپاڼې په دوام کې لیکلي د ي، د امریکا جمهوری غواړو سناتورانو ګواښ کړی،که ډونالډټرمپ  مواخذه شي،نو د ډيموکراټ ولسمشران به هم مواخذه کړي،داپه داسې حال کې چي د امریکا د کانګرس  استازو د ټرمپ  مواخذه کول تصویب کړي په داسې حال کې چې ځينو  ډيموکراټيک سناتورانو هم  غوښتنه کړې باید ټرمپ د خپلو کرغیړنو کړنو په دلیل مواخذه شي ،څو  په نړۍ کې د امریکا له لاسه وتلی  اعتماد بیرته بحال شي .

د صهیونیسټ رژيم ځينورسندویو  لیکلي دي ،دغه رژيم دمینځني ختیځ اوفارس خلیج  دحوزې په ځينو مرتجعو  عربو هیوادونو کې خپل دتوغندوي ضددفاعي وسپينزسسټمونه ځاي په ځاي کوي .

د امریکا یوه نظریه وړاندې کونکي  او تکړه متفکر نوام چامسکي د امریکا وروستیو بدلونونو ته په اشارې سره  وئيلي دي ،دغه هیواد  دترهه ګرۍ په زمینې کې سرخیل دی  او هغه کسان چې په کانګرس ئې حمله کړې ده ، امریکایان وو  او  له بلې دنیا او نورو هیوادونو نه وو راغلی .

په افغانستان کې په داسې حال کې بم چاودنې او ترهه ګرې حملې هماغه راز په زیاتیدا دي چې په قطرکې طالبانو ډله او افغان حکومت د بین الافغاني خبرواترو د پیلیدو لپاره تردې دمه په ایجنډا سره سلاشوي نه دي ،نو همدغه وجه ده چې د افغانستان  ولس نور د امریکا په دسیسو پوهه شوی او دغه شان  اړونده  او له مخکې مشخص شوو خبرواترو ته هیڅ هیله نه لري .

                 د تهران چاپ قدس ورځپاڼې هم پخپلې نننۍ آنلاین ګڼې کې لیکلي دي،د یهودیانو یوه نامتو سترپادري ډيویډ وایس په یولړ څرګندونو کې په ډاګه کړې ده ،د اسرائيلو وجود  دخداوند په ضد مستقیم بغاؤت دی .

په عراق کې د امریکا سفیر ماتیو تولر د عراق د ملی امنیت له سلاکار  قاسم الاعرجي سره په لیدوکاتو کې وئيلي دي ،چې هیواد ئې له ایران سره هماغه راز اختلافات لري او واشنګټن  ددغو اختلافاتو دحل لپاره  د ډيپلوماټيکو رودو سره هڅه کوي ډيپلوماټيک حل لاره  ډيرو پراخو هلو ځلو ته اړتیا لري .

 ورځپاڼې په دوام کې بیا لیکلي دي،د پاکستان دلومړي وزیر عمران خان ځانګړي سلاکار معید یوسف د امریکا له نوي حکومت سره دخپل حکومت د اړیکو دښه کولو په اړه داندیښنې په  څرګندولو سره وئيلي دي، دپاکستان او متحده ایالاتو  اړیکې باید له کوم قید اوشرط پرته او د سیمې د نورو هیوادونو  له ګټو لابرلاسه وي ،ځکه د اوباما په پړاؤ کې  په دغو اړیکو کې  دوه غوره ستونزې موجودې وې،چې تر یوه حده ئې د پاکستان  او امریکاترمینځ پر اړیکو  اغیزې شیندلې وې .

سپوټنیک خبري آژانس راپور ورکړی، د امریکا د نوي ولسمشر جوزف بایډن  د لوړې  له دستورو وروسته له سپينې ماڼۍ وسپنیزې پنجرې ا و  خنډونه او ازغن تارونه   لیرې کړائ شوي دي ، خو  کانګرس  هماغه راز ددغو وسپنیزو پنجرو او  ازغن تارونو په کلابندۍ کې  دی . همداراز راپورونه ښئ  که څه هم د ټرمپ په وخت کې د کانګرس ودانۍ  شاوخوا له کروناویروس خوریدا پاکه ساتل شوې وه خو د بایډن دلوړې د دستورو په وخت  په سپينې ماڼۍ  او کانګرس ودانۍ کې د زرګونو پوځيانو ناڅاپي شتون لامل شوی څو  دغه دواړه  سترې ودانۍ او  اورګانونه  په کروناویروس ککړ شي، ځکه چې په همداوروستیو شپو ورځو کې  په سپينې ماڼۍ ا و کانګرس کې په موجودو پوځيانو کې هم په لسګونو پوځيان دکروناویروس  له امله قرباني شوي دي .

دتیونس  خلکو پرون هم په اومه ورځ د حکومت د غلطو اقتصادي پالیسیو  او  دکارکسب  په نه شتون په اعتراضونو کې  خپلو مظاهرو ته دوام ورکړی او داسې ښکاري دغه ولسی اعتراضونه هماغه راز د اوسني حکومت  په ضد دخطرې دټلۍ کړنګولو ته دوام  ورکوي .

                د تهران  چاپ جام  جم ورځپاڼې په خپل انټرنیټي سایټ کې نن لیکلي دي ،د امریکا یو مشهورنظریه وړاندې کونکی  او سټراتژيسټ فوکویاما وائي ،په امریکا کې نوي بحرانونه او ترینګلتیاوې  هماغه راز ممکنې دي  او ډير زر به ځيني نوره ترینګلتیاوې هم سر راپورته کړي، ځکه داسې ښکاري نوره لیبرل ډيموکراسي  پای ته رسیدلې ده .

د نیجریه  سمندري غلو، د ترکیې  موټسارټ نومې  باري کشتۍ برمته کړې او ددغې کشتۍ پنځلس عمله ئې هم  له ځان سره بیولي دي ، داپه داسې حال کې دي چې د ترکیې حکومت هڅه کوي ،دنیجریه له سمندري غلو سره د خپلې عملې  او کشتۍ په سر معامله وکړي خو تر دې دمه  د عملې په اړه هیڅ معلومات نشته .

 د سورئې پوځ او د مقاومتي  چورلیز مبارزانو  په الحسکه او دیرالزور ولایتونو  کې  د تکفیری  داعشي ترهه ګرو لوجیسټیکي لاره تړلې او په پاکونکو عملیاتو کې ئې  په لسګونو تکفیریانو ته مرګ ژوبله هم اړولې ده .

د عراق په صلاح الدین ولایت کې  د الحشد الشعبي مبارز ځواک او داعشي تکفیریانو ترمینځ په اخ وډب کې  نور څوارلس داعشیان هلاک او د هغوي زیات شمیر وسله او مهمات هم ولجه شوي دي . داپه د اسې حال کې دي چې خبرو سرچینو وئيلي دي ، د عراق او سورئې په سرحدي سیمو کې  د امریکاترهه ګر پوځ هماغه شان داعشي ترهه ګر پخپلو مرکزونو کې روزي او بیا ئې د سورئې او عراق د مظلومو خلکو په ضد   دجنایتونو لپاره کاروي  او خپلې سپیرې موخې ورڅخه پوره کوي .

 د افغانستان په بیلابیلوسیموکې د حکومتي مامورانو او وسلوالو  مخالفانو ترمینځ   نښتې او شخړې  هماغه راز  په زیاتیدا دي حال دا چې، په قطر کې د طالبانو ډلې او د کابل حکومت د مرکچي پلاؤ ترمینځ  پيلیدونکي بین الافغاني خبرو اترو ایجنډا هم برابره نه ده  او دواړه لوري پخپلو دریځونو هماغه راز ټينګار کوي او دا د افغانستان ولس دي چې دواړه لوري ئې  د قربانۍ پسونه جوړوي .

Image Caption

 

 اوس هم راګرځو د کابل چاپ ځينو نننیو ورځپاڼو ته  چې له انټرنیټه مو راخستي  او له تاسو سره ئې هم شریکې کوو ،  البته باید ووایو چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دي .

د کابل  چاپ ځينو نننیو ورځپاڼو د افغانستان د وروستیو بدلونونو په اړه مقالې او تبصرې  لیکلي دي .

=  دکابل چاپ افغانستان ورځپاڼې د نا امنیو له امله له هېواده د یو شمېر خبریالانو وتلو ته اشاره کړې او د خبریالانو د ملاتړ په ټولنو ئې هم نیوکې کړي چې لا تر اوسه نه‌دي توانېدلي د خبریالانو دوسیې وڅېړي.

ورځپاڼې ليکلي، د دې لپاره چې خبریالان په آسانۍ سره هدف ګرځي او بیا د پوښتنې څوک نه‌شته، نو ډېری يې اړ شوي چې هېواد پرېږدي او بهر ته ولاړ شي.

ورځپاڼې لیکلي، که څه هم په تېرو څو کلونو کې د خبریالانو په وړاندې ۱،۶۰۰ قضیې ثبت شوي، خو په وینا یې له دې شمېر ئې یوازې اته څېړل شوې دي.

وړاندې ټینګار شوی چې د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو پر وړاندې امنیتي ګواښونه یو ترېخ حقیقت دی چې د مخنیوي لپاره‌یې باید جدي هڅې وشي.

                       ویسا ورځپاڼې هم په هېواد کې د روانو نا امنیو په تړاو لیکلي چې د کابل اوسېدونکي له بده مرغه خپل سهار د مقناطیسي ماینونو په چاودنو او د ډزو په وژنو باندې پیلوي.

ورځپاڼې ټینګار کړی، د پام وړ خبره دا ده چې د دغو هدفي وژنو مسؤلیت هېڅوک په غاړه نه‌اخلي.

ورځپاڼې لیکلي، دولتي کارکوونکي، د ژبې، قلم او فکر خاوندان، مدني فعالان، لیکوالان او ژورنالېستان، جیّد او معتدل دیني عالمان تر اوسه د دغو وژنو هدف ګرځېدلي دي.

لیکوال اندېښه ښودلې چې دغه وضعیت په ټولنه کې پراخه بې‌اطمیناني رامينځته کړې او لامل شوی چې زیات شمېر  حرفه وي شخصیتونه  هېواد پرېږدي او په بهر کې مېشت شي.

د ورځپاڼې په وینا که څه هم حکومت د دغو پېښو عاملین طالبان بولي، خو طالبان ترې انکار کوي او وايي په حکومت کې دننه د سولې مخالف اشخاص د دې وژنو تر شا لاس لري.

ورځپاڼې په حکومت غږ کړی چې د دغو وژنو مخه ونيسي.

          هېواد دولتي ورځپاڼې د افغانستان په اړه د پاکستان پالېسۍ په هکله لیکلي چې د دغه هېواد پالېسي نه‌بدلېدونکې ده!

د لیکوال په وینا، پاکستان تر هغه څه د ډېرو په لټه کې دی چې يو شمېر خلک‌يې په افغانستان کې د دغه هېواد د ونډې په نوم يادوي.

ورځپاڼې د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي نویو څرګندونو ته اشاره کړې چې د امريکا له نوي ولسمشره ‌يې غوښتي چې له افغانستانه د خپلو ځواکونو د ايستلو لړۍ چټکه کړي او له طالبانو سره د سولې په نوم تړون ته ژمن پاتې شي.

 

ټیګونه