Jan 25, 2021 17:35 Asia/Kabul
  • د چین مهار؛ په ختیځ آسیا کې د جو بایډن تګلاره

په امریکا کې د جوبایډن د ولسمشر د پيل له یوې اونۍ لږ وخت کېږي، یو امریکایي په جنګي الوتکو سمباله بحري ځواکونو بیړۍ «یو ایس ایس تئوډور روزولټ» د جنوبي چین بحیر ته ننوتې ده.

د امریکا د آرام او هند سمندر مرکزي قوماندانۍ وویل د شنبې په ورځ د چین او تایوان جزیرو ترمینځه د تاوتریخوالي په زیاتیدو سره سیمې ته ننوتلې دي.

د جنوبي چین سمندر ته د امریکایي بیړو ننوتل په داسې حالاتو کې چې پکن په ځلونو د جنوبي چین په سمندر کې د چین د کنټرول لاندې جزایر ته د امریکې د سمندري ځواکونو د بیړو له نږدې کیدو شکایت کړې دی.

د جنوبي چین سمندر ته د امریکې د بیړۍ له لیږلو سره په موازي کې، د جو بایډن په مشرۍ د متحده ایالاتو نوي حکومت د ادارو بیلابیلو وزارتونو هم د چین په خلاف د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې ادعاګانو او دښمني دریځونه تکرار کړل.

د مثال په توګه، د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس د شنبې په ورځ په یوه بیان کې وویل: "امریکا د خپلو ګاونډیو په شمول د تایوان د ګواښلو لپاره د چین د هڅو په اړه اندیښمن دي.

په دغه بیانیه کې راغلي: "موږ به د هند - ارام سمندر په سیمه کې د سوکالۍ، امنیت او ګډو ارزښتونو ته د ودې ورکولو لپاره د خپلو ملګرو او متحدینو سره ودریږو، او په دې اقدام کې له ډیموکراتیک تائیوان سره د اړیکو ژورول شاملې دي."

د امریکې د نوې حکومت د دفاع وزیر هم د یکشنبې په ورځ له خپل جاپاني سیال سره په کتنه کې ټینګار وکړ چې د واشنګټن - ټوکیو د امنیتي تړون له مخې د ختیځ چین په سمندر کې د جاپان او چین ترمنځ په بحري لانجو کې د توکیو د ګټو ملاتړ وکړي.

په عین حال کې، د بایډن لخوا امریکې د بهرنیو چارو وزارت لپاره د آنتوني بلینکن د نوم وړاندیز د بهرنیو اړیکو په کمیټې په غونډه کې د هغه صلاحیت د تایید لپاره ویلې دي بې له شکه چې د نړۍ د نورو هیوادونو په پرتله د امریکې  لپاره بې شکه چې چین ترټولو لویه ننګونه ده.

د نوي امریکایی چارواکو په وینا، د جو بایډن په مشرۍ د متحده ایالاتو نوي حکومت د ادارو بیلابیلو وزارتونو هم د چین په خلاف د پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ادارې ادعاګانو او دښمني دریځونه تکرار کړل.

د امریکې وروستې حکومت په خپلو وروستیو ورځو کې، هغه ټول محدودیتونه لرې کړل چې امریکا له څو لسیزو راهسې له تایوان سره د اړیکو په اړه لګولې و. د امریکا نوې حکومت هم چې خپل سیاست یط ژمنتیا اعلان کړې بلکې د بایډن حکومت له تایوان د ملاتړ په زمینه کې، د ټرامپ د حکومت له کړنو نور هم مخکې تلې دی او په امریکا کې د تایوان د حکومت غړې یې له ۱۹۷۹ کال تر اوسه د لومړي ځل لپاره، د امریکې د ولسمشر د لوړې مراسمو ته راوبللې.

دا اقدام په داسې حال کې شوې دی چې پکن، تایوان د چین د مځکې یوه برخه ګڼي او د امریکا خوښتونه او په تایوان د وسلې پلورول د خپل حاکمیت سرغړونه او د یو چین له سیاست سره په خلاف یې ارزونه کوي.

په ټوله کې، داسې نه بریښي چې مونږ به د چین او امریکا هیوادونو ترمینځه د اړیکو په اړه د پام وړ بدلونونه وګورو. په حقیقت کې د بایډن حکومت په خیتیځ آسیا کې سټراټیژ، د چین مهارول دي. البته د امریکا نوې حکومت به د دې ستراتیژۍ د مخ وړلو لپاره له خپلو زړو متحدینو استفاده وکړي.

د امریکې د دفاع وزیر له خپل جاپاني او سویلي کوریا همکارانو سره تلیفون خبرې ښایې چې د بایډن حکومت په ختیځ آسیا کې د خپلو پالیسیو ترسره کولو لپاره خپلو اوږدمهالو متحدینو ته ځانګړی حساب پرانیستلی.

په دې شرایطو کې دا تمه نشو کولی چې د امریکې نوې حکومت به د دښمنۍ سیاست ته به دوام ورکول د چین او امریکې ترمینځه کړکیچونو د لا زیاتیدو لامل شي.

که څه هم په دې وروستیو ورځو کې چینايي چارواکو د امریکې نوې حکومت ته د مثبت تاثیرات د لیږلو هڅه کړې،  نو د امریکې نوې حکومتي چارواکي به د ټرامپ د وخت غلطو ته په اشارې سره او د دغه دواړو هیوادونو د اړیکو په اړه څلور کاله په غلطې لارې تګ سم کړي. خو د بایډن چې یوه اونۍ مخکې سپینې ماڼۍ ته راغلې دې مداخله کونکې سیاست، دا ښایې چې امریکایان لاهم د چین د مهار کولو ستراتیژي تعقیبوي.

د بایډن دا تکراري چلند په داسې حالاتو کې دی چې د ټرامپ لخوا له تیرو څلورو کلونو د مخنیوي سیاست او د چین مهار کولو سیاست د پام وړ پایلې نه دې درلودلې، خو په نهایت کې د ټړامپ په سپینې ماڼۍ کې د یوې مودې د واکمنۍ لامل شوې دی.

 

ټیګونه