Feb 05, 2021 16:40 Asia/Kabul
  • امريکه د يمن په ويجاړۍ کښې رول لري

د بشري حقوقو د څارونکې ادارې يوې چارواکې د يمن په ويجاړۍ کښې د امريکې کردار ته په اشارې سره وويل: د يمن په خلاف د سعودي د تيري ائتلاف له جنګ څخه د امريکې د ملاتړ خاتمه د يمن د ويجاړۍ په غميزه کښې د امريکې په رول او ملاتړونو د سترګو پټولو په معنا نه ده.

د فارس خبري آژانس د رپوټ له مخې د بشري حقوقو د څارونکې ادارې اجرائي مديرې سارا وېټسون د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت د صلاحکار جېک ساليوان د وروستيو څرګندونو په ردعمل کښې وليکل، د يمن په خلاف د سعودي تيريګر ائتلاف له جنګ څخه د امريکې د ملاتړ د ختمېدو مسئله اوس هم د شک ځاے لري او يمن ته د رسېدلو زيانونو د تلافۍ لپاره کافي چاره نه ده.

وېټسون تاکيد وکړ د يمن په خلاف د سعودي له تيريګر ائتلاف څخه د امريکې د ملاتړ خاتمه په يمن کښې د جنګ د خاتمې په معنا نه ده.

د بشري حقوقو د څارونکې ادارې دغې چارواکې په يو بل ټوئيټ کښې  وليکل، د امريکې ولسمشر جوبائيډن د يمن په خلاف د سعودي ائتلاف د جنګ له شروع کېدو څخه ملاتړ کړے دے.

د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت صلاحکار پرون وويل چې بائيډن د يمن په خلاف د سعودي د تيريګر ائتلاف له حملو څخه ملاتړ ختموي.دا په داسې حال کښې دي چې امريکه د يمن په خلاف د سعودي تيريګر ائتلاف د جنګ له اصلي ملاتړ څخه ده.

سعودی د اماراتو، امريکې، اسرائيلو او څو نورو عربي او لويديځو هېوادونو  په ملاتړ او اقتدار ته د مستعفي او فراري ولسمشر عبد ربه منصور د رسولو په بهانه د ۲۰۱۵ ميلادي کال له مارچ راهسې د يمن د خلقو خلاف حملې شروع کړې دي چې اوس هم دوام لري او په دغو حملو کښې په زرګونو کسان مړۀ او ژوبل شوي او د هېواد روغتونونه ، ښوونځی ، بېخ بنائي تاسيستات او د خلقو کورونه تباه کړې شوي دي . او په ميلينونو يمنيان کډه په سر شوي او اوس هم يمنيان د زمکې ، هوا او سمندر له لوري په محاصره کښې له سختو خوراکي، درملي او د ضرورت وړ نورو څيزونو له سخت کمښت سره مخامخ دي.

سعودي رژيم او د هغه انډيوالان تر اوسه د يمن د خلقو د مقاومت په وجه په دغه هېواد کښې خپلو مقاصدو يعنې اقتدار ته د خپلو لاسپوسو په رسولو کښې نه دي کامياب شوي.

 

 

ټیګونه