Feb 27, 2021 05:34 Asia/Kabul
  • جمال خاشقچي د محمد بن سلمان په فرمان سره قتل شوی

د امریکا دملی اطلاعاتو ادارې په دغه راپور کې روښانه کړې ده ،سعودي ولی عهد محمد بن سلمان دترکیې په استانبول کې د جمال خاشقچي له برمته کیدا او یا وژلو سره بشپړ موافقه کړې وه .

 ایرنا خبری آژانس راپور ورکړی ، دامریکا دملی اطلاعاتو د ادارې  په وسیله  بیګا د آل سعود رژيم  په جنایتونو  دنیوکه کونکي  دخبریال جمال خاشقچي  دبوږنونکي وژل ې سره اړونده راپور خپور کړی او په ډاګه ئې کړې ده چې د خاشقچي  بوږنونکي وژله  د عربستان د ولی عهد محمد بن سلمان په مستقیم حکم سره شوي ده .

 دامریکا د حکومت په وسیله  دخپور شوي دغه راپور په اساس ،  دعربستان ولی عهد  جمال خاشقچي  د دغه  هیواد لپاره  یو ګواښ بالۀ او  د هغه د غلي کولو لپاره  له تاؤتریخجنو او بوږنونکو رودو څخه  له استفادې سره  پخلا وو.

   د امریکا دملی اطلاعاتو ادارې  په دغه راپور کې روښانه کړې ده ،سعودي ولی عهد محمد بن سلمان  دترکیې په استانبول کې د جمال خاشقچي  له برمته کیدا او یا وژلو سره بشپړ موافقه کړې وه .

د امریکا حکومت  ددغه راپور  له خپریدا وروسته وئيلي دي ، دسعودي عربستان د ۷۶ چارواکو په ضد ئې د ویزو محدودیّتونه صادر کړي دي .

  د سعودي رژيم په ضد نیوکه کونکی خپلواکه خبریال جمال خاشقچي  د ۲۰۱۸کال  داکتوبر په دوهمه نیټه  دترکیې په استانبول کې  دسعودي عربستان په کونسلګرۍ کې  له ریاض څخه په ورلیږل شوو مامورانو په لاس په ډ ير بوږنونکي ډول  قتل شوی ؤ .

Image Caption
Image Caption
Image Caption

 

ټیګونه