Feb 28, 2021 14:35 Asia/Kabul
  • د تهران او کابل ځینی نننۍ ورځپاڼې

د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې له نننیو مطبوعاتو سره ستاسو په خدمت  کې یوو ، په پیل کې دتهران او ورپسې هم  ځینی نوره نړیوالې ورځپاڼې   درسره شریکې کوو ،هیله  ده تر پایه راسره ملتیا وکړئ .

  داهم د تهران  چاپ کیهان ورځپاڼه ده چې پخپل نننی انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلي دي ، د امریکا نوی حکومت په  آل سعود رژيم  دنیوکه کونکي خپلواکه خبریال جمال خاشقچي  د بوږنونکي وژلې  دراپور په خپرولو سره  ددغه جنایت ګرَم  د سعودي ولی عهد محمد بن سلمان بللی  البته  دا ئې هم وئيلي دي ، چې  د محمد بن سلمان د سزا کولو کوم نیّت نه لري .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ، د امریکا ؛ډنیّل ډیټریس خپرونې  دسورئې په بحران کې د امریکا د سیاست ماتې ته په اشارې سره په یوه یاددښت کې لیکلي دي ،د جوزف بایډن  حکومت لپاره تر ټولو غوره سیاست  له دغه هیواده یعني له سورئې وتل دي .

دعراق الحشد الشعبي مبارز غورځنګ مسئولانو دیوې اعلامیې په خپرولو سره  د سورئې او عراق په سرحدي سیمې  بوکمال  کې په ځينو سیمو د امریکائي ترهه ګر پوځ د بمبارۍ په محکومولو سره  وئيلي دي ، دغه جنایت به بې ځوابه پاتې نشي .

ورلډ ایمتر خبری سایټ لیکلي دي ،فرانسه له دوهم نړیوال جنګه وروسته له ترټولو ستر اقتصادي ترینګلتیاؤ سره لاس اوګریوان شوی دی .

  دافغانستان په بیلابیلو سیمو کې د افغان امنیتي ځواک او وسلوالو طالبانو ترمینځ د نښتو او بمي چاودنو اوڅاره زیاتیدا په  داسې حال کې ده چې  په قطر کې د امریکا او طالبانو ډلې ترمینځ د سولې د موافقې کارړنګونې او دځينو چارو تپل کیدا او دغه راز  د بین الافغاني خبرواترو په ځنډ کې ځيني لاسوهنې  په رابرسیره کیدا دي ،  چې دغې  چارې د افغانستان  سیاستوالان او ولس په بشپړ ډول نهیلی کړی دی .

 په پاکستان کې د مشرانو جرګې مینځ پړاوه ټاکنې د بډو رشوتونو په ستر بازار بدلې شوي دي  او واکمن او مخالف لوري پر یوه بل  پارلیماني استازو ته په رشوت ورکولو تورنوي .  

                   دا هم د تهران چاپ اطلاعات ورځپاڼه ده چې پخپل انټرنیټي سایټ کې ئې لیکلي دي ، داسلامی ایران  د ولسمشر مرستیال  اسحاق جهانګیري وئیلي دي ،هڅه کوو  د ایران په ضد د امریکایو اړخیزبندیزونه  زر ترزره لغوه شي .

د ایران د اسلامی جمهوریت د ایټمي انرژۍ د ادارې مشر علی اکبر صالحي  وئيلي دي ، د یورانیمو تر شپیتو فی صدو پورې د پخولو له ظرفیّته برخمن  یوو ، او که ضرورت شو نو په څو ورځو کې دغه هدف ترلاسه کولی شو .

د ایران خارجه وزیرمحمد جواد ظریف د عراق له خارجه وزیر سره په کتنې کې روښانه کړې ده هیچا  ته د ایران او عراق  دښو اړیکو دخړپړولو اجازت نه ورکوي .

 د امریکا ولسمشر جوبایډن د سعودي عربستان له پاچا ملک سلمان سره په ټيلیفوني تماس کې وئیلی دي ،له ریاض سره د واشنګټن په اړیکو کې اوڅاره بدلونونه  راروان دي .

 د سورئې په الحسکه او دیرالزور ولایتونو کې  د دغه هیواد پوځ او  د  مقاومتي چورلیز ځواک په یو لړ پاکونکو عملیاتو کې  د تکفیری ترهه ګرو یو شمیر سرنګونه  او پټنځایونه تباه کړي او د  دوي زیات شمیر وسلې او تجهیزات  ئې هم ولجه کړي دي .

 د پاکستان  لومړي وزیر عمران خان وئيلي دي ، د سیمې امنیت او ثبات د سیمه ایزو هیوادونو په مشورو او راشه دیرشه  زیاتیدا سره  لاښه کیدلی شي .

 دافغانستان د کابل دپولیسو قوماندان جمشید طوطاخیل په افغانستان کې د امنیتی او دفاعي ځواک د ملی ورځ  په مناسبت  په یولړ څرګندونو کې   له ملی امنیتي  اورګانونو سره د  خلکو دملګرتیا  غوښتنه کړې او  وئيلي ئې دي ، د امنیتي  حالاتو د ښه کولو لپاره د خلکو ملګرتیا ته اړتیا لري .

  د روسيې خارجه وزیر سرګئ لاؤروف په یولړ څرګندونو کې په ډ اګه وئيلي دي ، په سورئې کې د امریکاشتون غیر قانوني او نیواکګري ده .

د سعودي عربستان جنایتکار رژيم ددغه  هیواد په ختیځي ولایتونو کې د بېګناه خلکو ځورول او شکنجه کول هماغه راز په ایجنډا کې لري او په تیر شواروز کې ئې  یو شمیر زلمیان سره دخپلو  پلارانو نیولي او نامعلوم ځاي ته ئې منتقل کړي دي .  

                  دا هم دتهران چاپ جام جم ورځپاڼه ده چې پخپل نننی انټرنیټي سایټ کې ئې ليکلي دي ،د ایران د اسلامی جمهوریت  ولسمشر حسن روحاني وئيلي دي ،که د ایټمي انرژۍ له نړیوال آژانس سره د وروستۍ شوي موافقې په اساس  تر درو میاشتو پورې د ایران غوښتنې ونه منل شي ، نو ایران پریکنده نیّت لري ، د ایران په ځ ينو ایټمي تاسیساتو کې  د آژانس کیمرې غونډې کړي او نور به د آژانس پلټونکو ته په دغو تاسیساتو کې د پلټڼې او ارزونې اجازت ورنکړي .

 ورځپاڼې په دوام کې لیکلي دي ، د امریکا له سپينې ماڼۍ په زوره شړل شوی کرغیړن  او جنجالي پخوانی ولسمشر ډونالډټرمپ په سیاسی ډګر کې له درندې او سپیرې ما تې وروسته  دجمهوری غواړي ګوند د اورپکو په یوه سیمنار کې  نن ناوخته وینا کوي  او ممکنه ده د جوزف بایډن دحکومت او د کانګرس دمینځ پړاوه انتخاباتو  په باب خپل دریځونه اعلان کړي .

داپه داسې حال کې دي چې د امریکا ولسمشر جوبایډن په یولړڅرګندونو کې  دجمال خاشقچي  د بوږنونکي وژلې د دوسیې په باب  وئيلي دي ، حکومت ئې تر نن ناوخته پورې  دعربستان په باب ډيره مهمه فیصله  کونکی دی .  

د ایران او جنوبی کوریا د ګډې تجارتي کوټې مشر حسین تنهائي  وئيلی دي ، جنوبی کوریا به ډير زر د ایران د غوښتونکو شیانو دلیسټ په اساس خپل پور  ورکړي .

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین په ماسکو  کې په یولړ څرګندونو کې  وئيلي دي،ټرهه ګري  د نړۍ ترټولو خطرناک او یوازینی  ګواښ دی او له هر څه مخکې  ورسره مقابله کول ،دایمي  چمتووالي او  وارمخکې عملی تدبیرونو غوره کولو ته اړتیا لري  او نړۍ باید په دې اړه کوټلي  او جدي فیصلې وکړي .

د افغانستان لپاره د پاکستان سفیر منصور احمد خان په پاکستان کې په یوه څېړنیز انیستیتوت کې د خبرو پر مهال ویلي، پاکستان ددې ملاتړی دی چې امریکا دې په خلاصو سترګو او پوره دقت سره د افغانستان په اړه پرېکړه وکړي، خو تر څنګ یې ددې اړتیا ده چې د سولې په هوکړې  د بیا کتنې پروسه  چټکه شي.

=   دوستانو  اوس هم راګرځو دکابل چاپ ځينو ورځپاڼو ته چې له انټرنیټه مو راخستي او له تاسو سره ئې  هم شریکې کوو ، البته باید ووایو  چې دغه لیکنې ددغو ورځپاڼو خپل دریځونه دي .

Image Caption

 

 د کابل چاپ  مسیر ورځپاڼې په خپل انټرنیټي سایټ کې له یوه نیم کلن ځنډ وروسته کابل ته د جنبش ګوند د مشر جنرال عبدالرشید دوستم د  تګ  په تړاو لیکلي دي ، کابل ته ددغه تګ په باب  په پلازمینې کابل ښار کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو، په سړکونو تلاشۍ روانې وې، خلک ځورول کېدل او د ډېرو خلکو ورځنی ژوند ګډوډ شوی و.

ورځپاڼې د حکومت او دوستم ترمینځ د اړیکو د نږدې کېدو خبره کړې  او لیکلي  ئې دي ، چې دوستم په ښکاره د دولتي عالي شورا د جوړېدو لپاره  بلل شوی.

خو د لېکوال په وینا، حکومت له څه مودې راهیسې هڅه کوي، څو د پخوا پر خلاف ځیني سیاسي شخصیتونه ځان ته  نږدې کړي، امتیازات ورکړي او د هغوی ملاتړ خپل کړي.

لېکوال ټینګار کوي چې د جنجالي سیاسي لوبو پرځای ښه ده چې د سولې لپاره رېښتینې هڅې وشي.

             افغانستان ورځپاڼې د هوا په ګرمېدو سره د جګړې لیکو د بیا تودېدو او په  دوحې کې د خبرو په تړاو سرلېکنه کړې ده.

د لېکوال په وینا د دوحې خبرو په پیل سره جګړو زور اخېستی او دا هغه څه دي چې د خلکو هیلې يې مړاوي کړي دي.

وړاندې په سرمقاله کې راغلي پخوا داسې څرګندونې موجودې وې چې ګنې طالبان د تفکر او آیئډیالوژئ  له پلوه بدل شوي خو په وینا ئې وروستیو تاوتریخوالو ثابته کړه چې طالبان لا هم د بیان ازادي په رسمیت نه پیژني او په پخواني تفکر ژوند کوي.

ورځپاڼې ټینګار کړی چې سږ کال افغانانو د سولې لپاره ډېرې قربانۍ ورکړي او بې ساري تاوتریخوالي سره مخ شول چې په وینا یې اوسنی وضعیت هېڅ افغان ته د منلو نه دی او افغان حکومت يې باید په تړاو لاس پکار شي.

=    د هېواد دولتي ورځپاڼې د سرمقالې عنوان دی، له افغان ځواکونو پراخ ملي او نړيوال ملاتړ.

وړاندې د ورځپاڼې په سرليکنه کې راغلي، افغان حکومت د خپلو ځواکونو د تجهيز، پياوړتيا، روزنې او د هغوی د حقونو او امتيازاتو لړۍ پراخه کړې ده.

ورځپاڼې ټینګار کړی چې دا ځواکونه نه يوازې د افغانستان او افغان ولس دفاع او ساتنه کوي، بلکې له هغې ترهګرۍ سره هم په جګړه کې دي چې سيمه او نړۍ ګواښي.

د ليکوال په باور، له همدې امله له افغان ځواکونو نړيوال ملاتړ هم پراخ شوی او هڅې دا دي چې دغه ځواکونه نور هم تجهيز او پياوړي کړل شي.

د لېکوال په وینا، دا ځواک تل پاتې او باوري ځواک دی چې ان د سيمې کړکېچ يې ننګولی او د سيمې او ګاونډ ګڼ هېوادونه يې پردې يقيني کړي چې بايد په سيمه کې د سلګونو کالو شخړې ختمې او پر ځای يې تفاهم او له يو بل سره د ګډ کار او هڅو پر مټ خپل روا او دايمي ګټې ولټوي.

 

ټیګونه