Mar 01, 2021 07:44 Asia/Kabul
  • د بن سلمان په وړاندې به تر بندیزونو لا هم سخت اقدامات تر سره شي

د سپیني ماڼۍ ویانډې د جمال خاشقجي د وژنې په اړه د سعودي د ولیعهد په وړاندې د واشنګټن د نظر کره والې ته په اشارې سره ادعا وکړه چي امریکا د سعودي د ولیعهد بن سلمان په وړاندې تر بندیزونو لاهم اغېزمني لاري چاري تر سره کړي.

د امریکا د ملي اطلاعاتو د دفتر د راپور سره سم، محمد بن سلمان د جمال خاشقجي د قتل او ټوټه کېدو حکم ورکړي و.

امریکا د دې راپور تر خپرولو وروسته په ۷۶ سعودي کسانوباندې بندیزونه ولګول لیکن په بن سلمان باندې د بندیز له لګولو څخه ډډه کړې، چي د امریکا دغه کړچار له سختو نیوکو سره مخ شوی دی.

د سپیني ماڼۍ ویاندې جن ساکي سي ان ان خبري چېنل سره په مرکه کې وویل: واشنګټن نور اوزارونه هم په واک کې لري چي د جمال خاشقجي د وژنې په څېر له پيښو څخه مخنیوی وکړي.

ساکي زیاته کړه: امریکا اوس هم په نظر کې لري چي د خاشقجي د وژلي په مساله کې عربستان تر پوښتنې لاندې راولي.

د امریکا ولسمشر بايډن د دې پوښتنې په ځواب کې چي ایا امریکا به د خاشقجي په وژنه کې بن سلمان ته سزا ورکړي، وويل: د دوشنبې په ورځ په دې هکله به یوه بیانیه خپره شي.

 

 

 

ټیګونه