Mar 03, 2021 11:54 Asia/Kabul
  • په سوریې باندې د برید د امله په بایډن د امریکایي سیاستوالو نیوکې

ډیموکراټان د امریکې په ولسمشر باندې فشار زیات کړي چي ولي له کنګرس سره د مشورې پرته په سوریې باندې د هوایي بریدونو حکم ورکړی دی.

د پولیټیکو له راپور سره سم، دیموکراټ سناټورانو د سپیني ماڼۍ له لوري د فوځي بریدونو له منطق سره موافقه نه دي او ټینګار کوي چي په داسي چارو کې باید له کنګرس همږغی وشي.

د امریکا د دفاع وزارت اعلان وکړ چي د بایډن په حکم یې په سوریه کې د مقاومت د محور په ځواکونو بمبار کړی.

د مقاومت د محور په مورچلو د امریکا تر بریدونو وروسته ځینو امریکایي سیاستوالانو د غبرګون په ښودلو سره دغه کاریې تر پوښتنې لاندې راوستي دي.

یو شمېر ډیموکراټ او جمهوري پال سناټورانو د امریکا له حکومت غوښتنه کړې چي د یادو بریدونو په اړه د نه همږغیتوب په هکله دوی ته وضاحت ورکړي.

کریس مورفي امریکایي سناټور وایي: زه نه پوهیږم چي ولي د عراق نه بهر د غچ اخیستونکی بریدونو د حکم صادرولو صلاحیت ولسمشر ته ورکړل شوی دی.

 د سنا د بهرنیو اړیکو د کمېتې مشر باب منندز هم له دې چي سپینه ماڼۍ د یادو بریدونو په اړه د معلوماتو د ورکولو لپاره کنګرس سره غونده نه ده جوړه کړې، نیوکې وکړې.

ټیم کین امریکایي سناټور چي د څه مودې راپه دې خوا د امریکا د ولسمشر په صلاحیتونو باندې د محدودیت د لګولو لپاره هڅه کوي وایي: بایډن خپله د سنا د بهرنیو اړیکو په کمېته کې کار کړی، هغه باید پوه شي چي ولسمشر ته پکار دی چي د اساسي قانون اولې مادې ته غاړه کښېږدوي.

دا په داسي حال کې دی چي د امریکا د مخکني ولسمشر ټرامپ پلویانو د بایډن له یاد اقدام څخه ملاتړ کړي.

 

 

ټیګونه